د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان کې باقاعده پرمختگ کوو


دسپینی ماڼۍ ماموران وايي، امریکائې عسکر او ددوی متحدین په افغانستان کې دافراطیانو په خلاف باقاعده پرمختگ کوی.

جمهوررئیس بارک اوباما د افغانستان او پاکستان په باره کې دخپل ملی امنیت د ډلی سره ویډوئې کنفرانس وکړ.

ښاغلي اوباما او دهغه دملی امنیت ټیم د جمعی په ورځ پخپل میاشتنی کنفرانس کې په هغه بریالیتوب باندی خبری وکړی چې دامریکا او ددوی متحده پوځیانو پدی وروستیو وختوکې لاس ته راوړی دی.

دسپینی ماڼۍ ماموران وايي، دجمهوررئیس بارک اوباما سره په دغه کنفرانس کې دبهرنیوچارو وزیری هیلری کلنټن، ددفاع وزیر رابرټ گیټز،په افغانستان کې دامریکا او ناټو قوماندان جنرال سټینلی مک کریسټل او نورو گډون کړی وو.

ښاغلې اوباما او دهغه دملی امنیت ټیم په مرجه کې دافغان او بین المللی قواو نظامی بریالیتوبونه وستائل. مرجه دطالبانو په قوی مرکز هلمند کې یومهم ښار دی.

دسپینې ماڼۍ دمطبوعاتی چارو رئیس رابرټ گیبز وايي، جنرال مک کریسټل دا رپوټ هم ورکړچې امریکا ئې پوځ دجمهوررئیس بارک اوباما هغه وعده په ځای کوی چې دغه جنگ خپلی هیواد ته دیرش زره اضافی عسکر لیږی. ښاغلئ گبز وايي:

"موږ دتقسیم اوقات سره سم اضافی قواوی چې جمهوررئیس ئې منظوری ورکړیده، داوړی په اخرکې افغانتسان ته استوو".

مگر ښاغلې گبز وویل، دښاغلی اوباما دملی امنیت ټیم اوس زیات په افغان حکومت باندی تکیه کوی چې په راتلونکی کې دخپلو خلکو امنیت وساتی. ښاغلی گبزخپلی خبری ته دوام ورکوی او وايي:

"موږ به هلته دتل لپاره نه یو،موږ نه یوازی ښې حکومتداری ته ضرورت لروبلکه موږ دپولیسو قوی ته هم ضرورت لرو چې سوله ټینگه کړای شی".

دغې شورا دناټو په ونډه باندی هم خبری وکړی چې دافغان قواو په روزنه کې ښه والی راولی. امریکائې ډگرجنرال ویلیم کالډویل چې دناټودروزنی ماموریت هم غاړه لری،ددی میاشتی په سرکې وویل، ددی وروستیو وختو پوری دافغان پولیسو صاحب منصبانوته رسمی روزنه نه وه ورکړل شوی او ښاغلې گبز وویل، ددارنگه ستونزو غم باید سمدستی وخوړل شی. ښاغلئ گبز زیاتوی:

"موږ باید مهم اصلاحات دافغانستان په ملی اردو او دافغانستان په ملی پولیسو کې راولواو مهمه داده چې څومره ژر ممکن وی هاغومره ژر دناټو له غړو هیوادونونه اضافی روزونکی افغانستان ته راشی".

ښاغلې گبز وویل، دملی امنیت شورا دگاونډی هیواد پاکستان د دوامدارې مرستی په ضرورت باندی هم ټینگار وکړ چې دی وايي، دهری ورځی په تیریدوسره زیاتیږی. ښاغلې گبز وايي:

"موږ ددوی سره تقریبآ بی ساری همکاری لروچې ښائې، تقریبآ له یو کال نه راپدی خوا افراطی تحریکونو پاکستانیان دگواښ سره مخامخ کړیدی او زه فکرکوم چې دوی ته ئې په ډیرو طریقو سره داسی اندیښنی پیدا کړیدی چې موږ ډیر پخوا لرلی".

پاکستان پدی وروستیو هفتو کې دطالبانو یوشمیر مشران ونیول.

ښاغلئ گبز وايي، په اسلام اباد کې دامریکا سفیرۍ ان پیټرسن رپوټ ورکړیدی چې پاکستان په خپله خاوره کې دطالبانو او دالقاعدی دافراطیانو په خلاف اقدامات زیات کړیدی چې دتروریزم په خلاف په بین المللی مبارزه کې دا یومهم اضافی گام دی.

XS
SM
MD
LG