د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی : افغانستان نه غواړی د نورو د جګړې ډګر وي


جمهور رییس حامد کرزي او د امریکا جمهور رییس براک اوباما په یوه ویډیوي کنفرانس کې د طالبانو سره د سولې د راتلونکي په اړه خبرې اترې کړیدي.

د جمهور رئیس کرزي ویاند وویل، ښاغلي کرزي جمهور رئیس اوباما ته ویلي دي چې افغانان پدې اړه زیاته اندیښنه لري چې نور هیوادونه، د خپلو جګړو لپاره د افغانستان د خاورې نه ګټه واخلي.

وحید عمر د سی شنبی په ورځ په کابل کی یو خبری کنفرانس ته وویل: "دا یو تشویش شریکول وو د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر سره هغوی هم عینی خبره تکرار کړله چی هغوی هم دا نه غواړي".

جمهور رییس کرزي تیره اونۍ خبرداری ورکړ چې پاکستان او هندوستان او یا ایران او د امریکا متحده ایالات به د جګړې لپاره د افغانستان د خاورې نه ګټه واخلي.

هندوستان او پاکستان په افغانستان کې د نفوذ لرلو په خاطر د زیاتې مودې راپدیخوا سیالي کوي. هند په پاکستان باندې تور لګوي چې د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د هند په تاسیساتو باندې حملې کوي خو پاکستان بیا په هند باندې دا تور لګوي چې په افغانستان کې داسې دیپلوماتیکي اداري جوړوي چې په پاکستان کې د دولت ضد عناصرو ملاتړ کوي.

د جمهور رییس کرزي د دفتر لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شویدي چې پدغه څه د پاسه یو ساعته ویډیوي کنفرانس کې کرزي اوباما ته د سولې او روغې جوړې په خبرو کې د افغانستان د هڅو د چټکوالي او د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه معلومات ورکړل.

امریکایي قوماندانانو ویلي دي چې د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ سیاسي روغه جوړه په هیواد کې د تشدد په کمیدو کې خورا ډېر اهمېت لری.

جمهور رییس حامد کرزي په روان میلادي کال کې طالبانو سره د خبرو کولو هڅې پیل کړې، طالبان پدې وروستیو کالونو کې خپل بغاوت ته زور ورکړیدی.

جمهور رییس حامد کرزي ویلي دي چې د ښاغلي اوباما سره یې د سولې د خبرو لپاره د یوه واحد دریځ د لرلو په اړه بحث کړیدی.

دواړو مشرانو همدارنګه د سیمه ایزې همکارۍ، د فساد پر ضد اقداماتو او د سپتمبر په میاشت کې د شفافو پارلماني انتخاباتو د اړتیا په اړه هم خبرې کړیدي.

د جمهوری ریاست نطاق وویل چی دواړو جمهورریسانو په افغانستان کی د تروریستی ‎پیښو د قربانیانو کورنیو سره د اقتصادی مرستو باب هم خبرې کړي.

جمهور ریس اوباما پدی برخه کی د جمهور ریس غوښتنه هم منلی ده:

"یعنی ددی وروسته د ویری اچونی د ‎پیښود قربانیانو سره چی کورونه له لاسه ورکوی او یا مال او جایدادونه له لاسه ورکوی هغوی سره د مرستو لپاره به یو مکانیزم رامنځ ته شي".

وحید عمر وویل چې دا میکانیزم به د افغانستان او امریکا د حکومتی چارواکو ترمنځ د سلا مشورو په رڼا کی جوړه شي.

د دوشنبی په ماښام د امریکا او افغانستان جمهورو ریسانو په ۷۰ دقیقه یی ویډیو کنفرانس کی سره خبری وکړلی د افغانستان د جمهوری ریاست د یو مطبوعاتی بیان له مخی دواړو مشرانو پدغو خبرو کی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکی اړیکو د پراخیدلو عزم څرګند کړ او یو ځل بیا یی د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودو ستراتیژیکی اړیکو په چوکاټ کی د اړیکو په دوام باندی ټینګار وکړه.

د جمهوری ریاست د بیان له مخی د امریکا او افغانستان مشرانو پدغو خبرو کی په افغانستان کی د ښه حکومت کولو د هڅو په باب هم غږیدلی او په مرکز او ولایتونو کی د ښه حکومت کولو په اړتیا باندی ټینګارکړی دی.

دا دوهم ځل دی چی جمهور ریس باراک اوباما د امریکا د جمهور ریس په حیث د ټاکلو وروسته جمهور ریس کرزی سره په ویډیو کنفرانس کی خبری کوی افغانستان او د امریکا متحده ایلاتو یوه ګډه ستراتیژیکی اعلامیه لاسلیک کړی چی له مخی یی دا هیواد د افغانستان د امنیت د ټینګیدلو په بر خه کی افغانستان سره د اوږدی مودی تعهدات کړی دی.

د افغانستان او امریکا ترمنځ داګډه اعلامیه په کال ۲۰۰۵کی لاسلیک شوی ده.

XS
SM
MD
LG