د لاس رسي وړ اتصالات

افضلي: د عدلیې د وزیر خبرې ادعاگانې دي


د مخدره موادو سره د مبارزی د وزارت ویاند زلمی افضلي د امریکا غږ سره په مرکی کی وویل چی د عدلیی دوزیر دا خبره چی جگ پوړي حکومتی چارواکی د مخدره موادو په کر او قاچاق کی ښکیل دی، صرف یوه ادعا ده.

هغه زیاته کړه چی په دی اړه کوم شواهد موجود نه دی او دا ډول ادعا د کورنیو چارو د پخوانی د کورنیو چارو د وزیر علي احمد جلالی له خوا هم شوی وه چی هغه بیا وروسته له خپلې خبرې نه انکار وکړ.

زلمي افضلي وویل چی د عدلیی وزیرته په ډیر درنښت سره دا ډول ادعا گانی د مخدره موادو سره د پولیسو او چارواکیو د قدر وړ خدمتونه تر سوال لاندی راولی.

XS
SM
MD
LG