د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان جنگي مجرمینو په اړه تازه اندیښنې


په افغانستان کی د جنګی مجرمانو د بخښنی قانون پلی کیدلو یو ځل بیا پدغه هیواد کی د بشر د حقوقو د ادارو اندیښنې راپارولي دي.

د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواله کمیسون د جنګی مجرمانو د بخښنی قانون نیمګړی بللی او د جمهور ریس کرزی حکومت نه یی په دغه قانون بیا له سره د غور غوښتنه کړی ده.

ددغه کمیسون نطاق نادر نادری امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چی د د جنګی مجرمانو د بخښنی قانون کی د جګړی د قربانیانو حقوق له پامه غورځول شوی دی . نادری وایی چی د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواکه کمیسون پدی هکله زیات اندیښمن دی:

"اندیښمن یو ددغه قانون د مرعی الا جراکیدلو په خاطر ددی لپاره چی دغه قانون نه یوازی د افغانستان هغه قربانیان او ددوی کورنی چی په تیرو جګړو کی دوی زوریدلی دی او خپل خپلوان یی له لاسه ورکړی ورسره سلا مشوری ندی شوی".

نادری وایی چی دا یوازی د همدغو قربانیانو د خپلوانو حق دی دغسی جنایات وبخښی. د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواکه کمیسون نطاق دغه کمیسون لپاره یوه بله لویه اندیښنه د جنګی مجرمانو د بخښنی په قانون کی نیټی نه محدودول وښودل وویل چی دا کار کیدای شی ددی سبب شی چی هغوی چی همدا اوس هم په افغانستان کی جنګی جرمونه ترسره کوی ددغه قانون نه ګټه واخلی او د بخښی وړ وګرځی:

"ددی لپاره چی دغه قانون یو ځانګړی نیټه چی دا بخښنی تر کوم وخته دوام کوی او په کومو جرمونو باندی کیدای شی تاثیر وکړی ورته نده ټاکلی".

د افغانستان پالرلمان اوړم کال د یو لړ اوږدو بحثونو وروږسته د جنګی مجرمانو د بخښنی قانون تصویب کړه وروسته جمهور ریس دا قانون توشیح او پدی وروستیو کی په رسمی جریده کی هم خپور شوی دی.

په رسمی جریده کی ددغه قانون د خپریدلو وروسته یو ځل بیا د بشر د حقوقو ادارو ددغه قانون په هکله خپلی اندیښنی څرګندی کړی او په قانون کی د اصلاح غوښتنه یی کړی ده. خو د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر وایی چی دا قانون اوس یو نافذ قانون دی:

"د اساسی قانون له مخی که چیری یو قانون د ولسی جرګی د دریو برخی غړو نه د دوو برخو غړو لخوا د رایو په اکثریت تصویب شی د جمهور ریس توشیح ته اړتیا نلری او نیغ په نیغه په رسمی جریده کی خپریږی او د قانون حیثت خپلوی".

په افغانستان کی د جنګی مجرمانو د محاکمی مسله یوه د ډیرو پیچلو مسلو نه ده چی په تیرو اته کلونو کی د جمهور ریس کرزی حکومت ورسره مخ دی.

افغانستان حکومت ددی مسلی د حل لپاره د تیرو دریو کالو راپدی خوا د انتقالی عدالت په نوم یو پروګرام پیل کړی چی پکی جنګی مجرمانو ته د سزا د ورکولو په ځای د قربانیانو پیژندلو او د هغوی د خپلو خپلوانو په لاس نیوی باندی ټینګار شوی دی.

XS
SM
MD
LG