د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د سوداګرو تښتونه ادامه لري


دننګرهار ولايت چارواکي خبرورکوي چې يوافغان سوداګر يې په دغه ولايت کې دسړي تښتوونکيو له منګولو څخه وژغوره.

ددغه ولايت وياند احمدضيا عبدالزي په وينا ددغه سوداګر دتښتونې پرمهال يې اته تنه سړي تښتوونکي ونيول چې دامهال ترپوښتنې ګروېږنې لاندې دي.

دى وايي خواوشا يوه اونۍ وړاندې يوې سړي تښتوونکې ډلې ددغه ولايت دسره رود له ولسوالۍ نه دالله نظر په نوم دسيمې يوپېژندل شوي سوداګر لمسې وتښتاوه.

ولايت په دغې ډلې پسې پلټنه پيل کړه چې بالاخره يې ددغو سړي تښتوونکيو پل دخوګياڼو ددمېملې په سيمه کې وموند اودغه سوداګر يې وژغوره ،دده په وينا ددغه سوداګردتښتوونې په توراته تنه نيول شوي دي.

عبدالزى وايي دغې سړي تښتوونکې ډلې دتښتوول شوي سوداګرپه بدل کې دڅه باندې يوميلون ډالرو غوښتنه کړې وه خو دغه سوداګر له کومې معاملې پرته دوي دسړي تښتوونکيو له منګولو راوژغوره.

نوموړي ددغې سړي تښتوونکې ډلې دهويت په باب څه ونه ويل خودايې وويل چې دامهال له دغې ډلې پوښتنې ګروېږنې روانې دي .

تر دغې پېښې وړاندې هم يوشمېرکسان دسړي تښتوونکيو له خوا تښتول شوي ووچې دغه کسان ياد پيسو اوياهم دپوليسو له خوا راخوشې شوي دي.

څو مياشتې وړاندې ترلسوزيات ماشومان دسپين غره په سيمه کې د ناڅرګندو کسانو له خوا وتښتوول شول چې ترڅوورځنۍ تښنوونې وروسته دغه ماشومان چې په وينايې دډيورند له پولې اخوا يې اړولي ووپه خپله دسړي تښتوونکيو له منګولو څخه راخوشې شول.

له بل پلوه تیره ورځ دښيوې په ولسوالۍ کې يوې وسله والې خپلسرې ډلې دځمکو د غاصبينو پروړاندې پر راپورته شويو مظاهره کوونکيو ډزېوکړې چې په ترڅ کې يې څوتنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دمظاهر ې يوګډون کوونکي اودسيمې يوولسي مشرحاجي نوراغا وايي دوی په سوله ييزشکل راوتي وو اودهغو کسانو پروړاندې يې مظاهره کوله چې له لغمان ولايت څخه راغلي اوپه وينا يې ددوي ځمکې يې دوسلي په زوردګمبیري په دښته کې لاندې کړي دي.

دى وايي دوي خپل غږچارواکيو ته رسولى هغوي تر پېښې وروسته ددغې ولسوالۍ يوشمېر چارواکي لرې کړي دي .

حاجي نوراغا وويل دوي له دولته غواړي چې ددغې پېښې عاملين ژرترژره دقانون منګولو ته وسپاري .ددغه ولايت وياند احمد ضيا عبدالزى هم دامني چې په دې پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده خووايي چې دولايت مقام په همدې دليل د سيمې يوشمېر چارواکي له وظيفې هم ګوښه کړل.

په دې وروستيو کې دځمکو پر سرشخړې دومره زياتې شوې چې خبره ان وسلوته ورسېده څوورځې وړاندې د شينوارو سيمې ددوو خيلونو تر منځ په راولاړه شوې شخړه کې شاوخوا څلوېښت تنوته مرګ ژوبله واوښته. کتونکي دداډول شخړوعاملدحکومت کمزوري اودچارواکيو نه پاملرنه بولي.

XS
SM
MD
LG