د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په  اداري فساد د تورونو وزیرانو لپاره خاصه محکمه


لوی څارنوال محمد اسحاق الکو وای چی په اداری فساد کی د لاس لرلو په تور د افغانستان تیری او اوسنی کابینی تر ۱۷ پوری وزیرانو ته یی دوسیی جوړی کړی او ټاکل شوی چی د هغوی نه به په هغه اختصاصی محکمه کی پوښتنی وشی چی د ستری محکمی له خوا جوړه شوی ده.

"یوه اختصاصی محکمه جوړه شوی ده ستری محکمی د خپلو غړو سره پری کار پیل کړی دی او همدا ډول مونږ یوه څارنوالی هم جوړه کړی ده"

لوی څارنول محمد اسحاق الکو چی د پنجشنبی په ورځ یی په ارګ کی د جمهور ریس کرزی له خوا داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتیژۍ پر تطبیق باندې دڅارنې دعالي ادارې د واک د زیاتولو لپاره د یو فرمان د لاسلیک وروسته خبریالانو سره خبری کولی وویل چی د پخوانیو او برحاله وزیرانو نه پدغه محکمه کی پوښتنی کیږی.

د لوی څارنوال ددغو څرکندونو دمخه په ارګ کی پدی جوړی شوی غونډی کی جمهور ریس کرزی یو فرمان لاسلیک کړه چی پکی د اداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتیژۍ پر تطبیق باندې دڅارنې دعالي ادارې واک زیات شوی دی.

جمهور ریس کرزی ددغه فرمان لاسلیک په افغانستان کی د فساد پر ضد مبارزی په برخه کی یولوی او اساسی ګام وباله وویل چی هیله یی داده چی ددی وروسته به په افغانستان کی د فساد په وړاندی مبارزه لا کړندی شی.

داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتیژۍ پر تطبیق باندې دڅارنې دعالي ادارې ریس د جمهور ریس کرزی دا فرمان وستایه وویل چی کومی قانونی موانع دڅارنی د عالی اداری د کار په مخ کی پرتی وی ددغه فرمان په صادریدلو سره لری شی

"کومه مهمه موضوع چی پدی فرمان کی یی انعکاس موندلی د څارنی د عالی اداری د واک مسله ده چی ددی نه وروسته د یو څارنوال په توګه عمل کولی شی"

د جمهور ریس کرزی له خوا پدغه لاسلیک شوی فرمان کی داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتیژۍ پر تطبیق باندې دڅارنې دعالي ادارې مسلکي غړو ته ددې واک ورکړل شوی چې په اداري فساد پورې په اړوندو چاروکې دڅارنوال په توګه عمل وکړي.

په دغه فرمان کې هغه ادارې چې داداري فساد پرخلاف مبارزه کوي، مکلفې شوې دي چې خپل فعالیتونه داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتیژۍ پر تطبیق باندې دڅارنې له عالي ادارې سره همغږي کړي.

همداراز ددغه فرمان له مخې داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتیژۍ پر تطبیق باندې دڅارنې عالي اداره موظفه شوې ده چې ددغه فرمان دصادریدو له نیټې څخه وروسته ددرې میاشتو په جریان کې دې له افغان او دنړیوالې ټولنې له متخصصو شخصیتونو څخه ددغې ادارې په چوکاټ کې دڅارنې او څیړنې کمیټه پیشنهاد او جوړه کړي کمیټه مکلفه ده چې له ادارو سره دګټورو پراختیایي معیارونو په ټاکلوکې همکاري وکړي، دهیوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو موسسو په همکارۍ په ملي کچه له فساد سره دمبارزې په باب فعالیتونه وڅاري او له خپلو څیړنو څخه په هرو شپږو میاشتوکې جمهوررئیس، ملي شورا، خلکو او نړیوالې ټولنې ته رپوټ ورکړي.

دغه فرمان داداري فساد پرخلاف دمبارزې دستراتیژۍ پر تطبیق باندې دڅارنې عالي ادارې ته واک ورکړی چې ددولت دکارکوونکو شتمنۍ دې ثبت، وڅیړي او نشردې کړي. که چیرې داثابته شي چې شخص خپله شتمني پټه کړې ده، سرغړونکی به دهغه دموقف او مقام له په پام کې نیولو پرته څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي.

په فرمان کې داداري فساد پرخلاف دمبارزې پر ستراتیژۍ باندې دڅارنۍ عالي ادارې ته لارښوونه شوې چې ددولت دلوړ پوړو او نورو پوځي او ملکي کارکوونکو دژوند اوسنۍ او پخوانۍ کچه په پرله پسې ډول وڅیړي، په هغه صورت کې چې دقانوني سرچینو له عوایدو سره منطقي تناسب ونه لري، سرغړونکي دې دعدلي څارنې لپاره لوېې څارنوالۍ ته ور وپیژني.

XS
SM
MD
LG