د لاس رسي وړ اتصالات

هند د آمریکا نه د ډیویډ هیډلي د ورسپارلو غوښتنه کړې


هند د هغه پاکستاني الاصله آمریکايي نه د تحقیقاتو غوښتنه کوي چې په بمبيي کې یې د ۲۰۰۸ کال د تروریستي حملو په طرح کولو باندی اعتراف کړی دی.

د هند د کورنیو چارو وزیر نن د جمعې په ورځ په نوې ډیلۍ کې خبریالانو ته وویل چې هند به د ډیویډ هیډلي د ور سپارلوغوښتنه هم وکړي، که څه هم چې د آمریکا متحده ایالاتو د هغه سره خبري کړې چې هند ته به یې نه سپاري.

هیډلي پرون د پنجشنبې په ورځ په شیکاګو کې خپل د پخواني بیان برعکس، نوی بیان ورکړ او پکښي یې په بمبيي کې د ۲۰۰۸ کال د تروریستي حملو په طرح کولو باندی اعتراف وکړ.

په هغه باندې دا تور دی چې د دوو کلونو دپاره یې د په نښه شویو اهدافو په باب پلټنې او څیړنې کړي دي. په دغو تروریستي حملو کې ۱۶۶ کسه ووژل شول او د ۱۰۰ نه زیات کسان ټپیان شول. نور تورونه چې پر هغه لګیدلي دي، دا دي چې پرهغې دینمارکي ورځپاڼۍ یې د حملې پلان جوړ کړي و چې د اسلام د پیغمبر کارتون یې رسم کړی و. دغه کار د نړۍ زیات شمیر مسلمانان په غوصه کړل.

د هغه د اعتراف په شرط نامه کې آمریکا پر دې باندې موافقه کړې چې هغه به دینمارک، هند او پاکستان ته نه سپاري.

XS
SM
MD
LG