د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ٣٠ بستریز روغتون جوړیږي


په خوست کې عامي روغتيا چارواکي وايي،چې ددغه ولايت په لري پرته ولسوالي صبريو كې يي ديو مجهز ديرش بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

چارواكي وايي د صبريو د خلبسات په سيمه كې يي ديو مجهز روغتون دجوړولو ډبره كيښوده چې ديرش بستره به ولري او دسيمې دري ولسوالۍ به تري ګټه پورته كوي او روغتيايي اسانتياوو ته به لا س رسي پيدا كړي .

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر اميربادشاه رحمت زى منګل وايي دغه روغتون د نشه يي موادو په وړاندې د مبارزې وزرات له خوا په هغو پېسو چې خوست ته دكوكنارو دنه كرلو په بدل كې دانعام په توګه وركړل شوي د عامې روغتيا درياست په چوکاټ کې جوړيږي.

ډاکټررحمت زي منګل وايي دغه روغتون ته دهغه يو ميليون ډالرو څخه شاه وخوا اته سوه څلويښت زره امريكايي ډالره ځانګړي شويدي چې دمخدره موادو په وړاندي دمبارزې د وزارت له خوا خوست ته دكونكارو دنه كرلو په بدل كې دانعام په توګه هركال وركول كيږي.

منګل زياتوې دغه روغتون به ديرش بستره ولري او په ټولو ضروري وسايلو به سمبال وي چې په سيمه كې به دڅلورو ولسواليو باك عليشيرو ، صبريو او ځاځي ميدان اوسيدونكې تري ګټه پورته كوي.

دسيمې اوسيدونكې هم ددغه روغتون دجوړني دچارو په پيليدو خوشاله دي او وايي ددې روغتون په جوړولو سره به تر ډيره بريده د دويي روغتيايي ستونزې حل شي.

دسيمې اوسيدونكې وايي چې اوس مهال پدې برخه كې له ډيرو ستونزو سره مخ دي ځكه له ښار څخه ډير لري دي او په وخت ناروغان روغتونونو ته نشي رسولي او په لارو كې له ډيرو ستونزو سره مخ كيږي .

دغه روغتون پداسي سيمو كې جوړيږي چې له ښاره ډيري دي او دبيا رغاوني كارونه ډير كم پكې ترسره شوي چې چارواكي يي لامل امنيتي ستونزي بولي.

او ډير كله له دغو ولسواليو څخه دپوځي عملياتو ، وسلوالو بريدونو او نورو امنيتي ستونزو رپوټونه وركول كيږي.

خو دسيمې دخلكو په وينا ددې روغتون په جوړولو سره به د دويي روغتيايي ستونزي هواري شي او په وخت به خپل ناروغان دتداوي لپاره روغتون ته رسوي شي.

XS
SM
MD
LG