د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پولیسو د روزنې نوې هلې ځلې


په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د ښوونې او روزنې رئیس روانه اونۍ د خپل افغان همکارانو سره یوځای اروپا ته تللی ترڅو د هالنډ په برونسم کې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې باندې په یوه پراختیايي کنفرانس کې ګډون وکړي او دغه ماموریت ته نور ملاتړ راجذب کړي.

وروسته له هغه چې د افغانستان پولیس په اداري فساد لتاړه او بې اعتباره قوه وګڼله شوه، نو تیر منی ناټو په دغه برخه کې مداخله وکړه او د ډګر جنرال ویلیم کالدویل تر مشرئ لاندې یې په ناټو کې یو نوی د ښوونی او روزنې پروګرام تاسیس کړ.

په دې اړه جنرال کالدویل داسي وايي:

"د ۲۰۰۹ کال د نومبر په میاشت کې یوه نوې قومانده د پولیسو د روزنې دپاره ایجاد شوه ځکه د افغانستان د پولیسو د روزنې په برخه کې د همکارۍ او همآهنګۍ کمي احساسېده. د پولیسو ښوونه او روزنه زمونږ یو له مهمو ماموریتونه نه و. اردو هم په نظر کې و، خو د پولیسو موضوع تر ټولو تاوده موضوع وه چې باید حل شوې وای نوفلهذا د ناټو په تشکیل کې د ښوونې او روزنې دغه قوماندانۍ ایجاد شوه".

د جنرال کالدویل وظیفه دا ده چې د افغانستان اوسني پولیس وروزي او شمیره یې زیاته کړي. هغه وايي چې هغه څه چې د پیل کړل، آسانه مسله نه وه.

هغه وايي: "په دې برخه کې د کار وروسته، مونږ دا درک کړه چې د افغانستان د پولیسو سم نیمايي په رسمي ډول روزنه نه ده لیدلې. په دې معنی چې په افغانستان کې د ۹۰ خڅه نیولې تر ۹۵ زرو پوري پولیس کار کوي چې له دوی د جملې نه نیمايي یې هم مسلکي روزنه نه ده لیدلې".

جنرال کالدویل وايي چې د پولیسو په روزنه کې تر ټولو غټې ستونزې بې سوادي او دغه راز په څو ژبو باندې د پولیسو خبري کول دي.

هغه داسي وايي: "یواځي ۱۸ په سلو کې هغه کسان چې د پولیسو په ډله کې د وظېفې دپاره راځي د سواد خاوندان دي او هغه هم لوړ سواد نه بلکې د دریم صنف سویه لري چې په ابتدايي توګه لیک او لوست کولای شي. پاتې ۸۰ په سلو کې پولیس بې سواده دي".

خو جنرال کالدویل وايي چې د سواد پرته یو بله غټه ستونزه هم شته، هغه داسي وايي:

"زما په فکر زمونږ تر ټولو غټه ستونزه په پولیسو کې د موثر مشرتابه نشتوالی دی. د تیرو ۳۰ کلونو جګړې وروسته اوس د افغانستان د قواوو په مینځ کې د بیلابیلو رتبو ترمنځ واقعي مشرتابه نشته په تیره بیا د پولیسو په ډله کې".

ناټو پلان لري چې د اکټوبر تر میاشتې پوري د افغانستان د پولیسو شمیره ۱۰۹ زرو تنو ته ورسوي او د ناټو په مشري د ښوونې روزنې یوه ډله پر دې کار کوي چې د افغانستان د جنوب څخه د پښتنو نه پولیسو ته خلګ راجلب کړي. جنرال کالدویل وايي چې د طالبانو د تاثیر له وجې د افغانستان پښتانه په تیره بیا د جنوب خلګ په پولیسو کې دومره حضور نلري. هغه زیاته کړه چې هیله مند دی د ناټو او افغان قواوو ګډ عملیات به پښتانه و دې ته وهڅوي چې د پولیسو په ډله کې شامل شي.

هغه داسي وايي: "اوس چې دغو سیمو ته د افغانستان ملي امنیتي قواووې ورغلې او خلګ دا ویني چې د افغانستان حکومت دغو سیمو ته د حکومت ابتدايي خدمات ورسوي او دغه راز په کښي پراختیايي پروژې پرانیزي نو زه فکر کوم چې خلګ به دې ته لیوالتیا وښيي چې د افغانستان په ملي امنیتي قواوو کې برخه واخلي او د پولیسو په ردیف کې خپل نومونه ثبت کړي".

ډګر جنرال کالدویل وايي چې رشوت خوري او اداري فساد په ټول افغانستان کې یوه غټه ستونزه ده. د پولیسو ټیټ معاش دوی ودې ته اړ باسي چې د خلګو نه رشوت واخلي خو هغه وايي چې تیره میاشت ناټو د پولیسو د افسرانو معاشونه دو چنده کړل.

یو نوی پولیس چې د افغانستان د پولیسو په ردیف کې شامیلیږي ورته د میاشتې ۱۶۵ ډالره معاش ورکول کېږي او د ترفع او اوږدې سابقې له اړخه یې هم معاشونه زیاتیږي.

دغه راز جنرال کالدویل وايي چې د پولیسو په مینځ کې د اداري فساد سره د مبارزې دپاره د ناټو د ښوونې او روزنې بخش یو نوی پروګرام هم پیل کړی هغه داسي وايي:

"که چیري مونږ په پیل کې دوی ته سمه فلسفه او عادتونه وروښیوو او وروسته د منځنۍ کچې رهبران تربیه کړو او د رهبرۍ په برخه کې د ښوونې روزنې پروګرامونه پیل کړو نو زه فکر کوم چې مونږ کولای شو چې د پولیسو په جمع کې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړو".

د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت د امریکايي قواوو د وتلو نېټه ټاکلې چې په دې سره به د افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو لړۍ پیل شي. جنرال کالدویل وايي چې دې نېټې افغانان ودې ته هڅولي دي چې خپل د امنیت د تامین مسولیت په خپله اوږه واخلي او په دې برخه کې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG