د لاس رسي وړ اتصالات

بن لادن ته منسوب نوي ټیپ امریکایانو ته گواښ کړی


د الجزېرې تلویزون د آواز یوه فیته خپره کړې چې په کښي داسی ښودل سوي دي چی هغه د القاعدې د ترهکرو د مشر اسامه بن لادن آواز دی او سه کی خبرداری ورکړه سوی دی چې که آمریکا د سپتمبر د یوولسمې نېټې د حملو طراح ووژني نو په بدل کې به یې آمریکايي عسکر د دغې ډلې له خوا ووژل شي.

په دغه فیته کې دا سړی وایي چې که چیري خالد شیخ محمد اعدام شي نو هغه آمریکايان به ووژني چې د القاعدې تر قبضې لاندې دي. خالد شیخ محمد اوس د آمریکا په قبضه کې دی او ویل کېږي چې محاکمه به شي.

دا فیته نن د پنجشنبې په ورځ د الجزېرې تلویزون خپره کړه خو دا چی څومره د باور وړ ده سمدستي یې تایید نشي کیدای.

XS
SM
MD
LG