د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه


د آمریکا جمهور ریٌْس بارک اوباما نن د دوشنبې په ورځ افغانستان ته خپل ناڅاپي سفر پای ته ورساوه. جمهور ریْس اوباما خپل د سفر پرمهال جمهور ریْس کرزي ته وویل چې هغه او کابینې ته یې په کار ده چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي، ښه حکومتدراۍ ته وده ورکړي او په دغه ملک کې د قانون حاکمیت زیات کړي.

ښاغلي اوباما پرون د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د نظامي اړخه د یاغیانو پرضد پرمختګ شوی دی او اوس د دې وار راغلی چې عین پرمختګ په ملکي مسلو کې هم وشي.

د جمهور ریْس اوباما سره د خبرو پرمهال ښاغلي کرزي هوډ وکړ چې ملک به یې بالآخره خپل امنیت په خپله تامین کړي.

کابل ته د یوه لنډ سفر وروسته جمهور ریْس اوباما بګرام ته پرواز وکړ او هلته یې د آمریکايي افسرانو او ځواکونو سره وکتل.

آمریکايي قواوو ته د وینا په ترڅ کې جمهور ریْس بارک اوباما د تروریزم پرضد د هغوی د مبارزې پر اهمیت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې که چیري طالبانو بیرته قدرت ترلاسه کړ نو د آمریکايي ژوند به د خطر سره مخامخ شي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د افغانستان په اته کلنه مبارزه کې به ډیرې سختې ورځې په مخ کې وي خو پر دې یې ټینګار وکړ چې آمریکا به خپله مبارزه نه دروي او بالآخره به بریالې کېږي.

جمهوري ریاست ته د رسېدو وروسته جمهورریْس بارک اوباما د عراق څخه خپله پاملرنه و افغانستان ته ورواړوله او په دغه ملک کې یې د ۳۰ زرو نورو آمریکايي عسکرو د ځای پر ځای کېدو امر صادر کړ.

دغه راز د تیرکال راهیسې د جمهور ریْس حامد کرزي د حکومت او جمهور ریْس اوباما د ادارې ترمینځ د افغانستان د تیرکال د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر سراندېښنې راپورته شوې. پر دغو انتخاباتو باندې د دې تور ولګول شو چې په کښی د لوړې سطحې بې نظمي او ټګي برګي شوې ده.

د جمهور ریْس اوباما سفر تر هغه پوري چې هغه پرون د یکشنې په ورځ د بګرام هوايي ډګر ته ورسید، اعلان شوی نه و. ښآغلی اوباما د بګرام نه کابل ته په هلیکوبتره کې سفر وکړ.

جمهوري ریاست ته د رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی اوباما افغانستان ته سفر کوي هغه تیرکال عراق ته همدغسي نا څاپي سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG