د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې د سوداگرئ او اقتصاد کنفرانس


په جلال اباد کې دختيزوولايتونو لپاره داقتصادي ودې پراختيا او پانګې اچونې دهڅونې په هدف دوه ورځنې کنفراس پرانستل شو.ددغه کنفرانس يوهدف دسوداګرو پر ستونزو او هغوې ته داسانتيا برابرولو پر لارو چارو خبرې او دنظرونو تبادله ده .

دغه کنفرانس چې لږتر لږه دوه ورځې به دوام ولري يوازينى هد ف يې دسوداګروپر ستونزو او هغوي ته داسانتياووبرابرولو پرلاروچاروخبرې او دنظرونو تبادله ده .په دغه کنفرانس کې دپنځو سکتوري وزراتونو تر وزيرانو سربېره دختيځو ولايتونو واليانو،يوشمېر سوداګرو او دادارو يوشمېر چارواکيوبرخه اخستې وه .

دننګرهار والي ګل اغا شيرزي چې ددغه کنفرانس کوربه توب يې کاوه نوموړي ددغه کنفرانس دجوړيدو پرموخو او له سکتوري وزارتونو او کورنيو او بهرنيو سوداګرو نه يې ديولړغوښتنو په اړه وويل په دې کنفرانس کې کورنيو او بهرنيو سوداګرو ته په ختيزو ولايتونو کې دپانګې اچونې دفرصتونو او دغه راز دلازمو اسانتياو دشته والي په اړه معلومات ورکول کيږي او له هغوې نه به هيله وکړي چې په بيلابيلو برخو کې پانګه واچوي.

د دغه دوه ورځني کنفرانس په پيل غونډه کې دافغانستان دپنځو سکتوري وزارتونو مالې،سوداګرۍ،اوبو او برېښنا،معدنونو اوصنايعو او داقتصاد وزيرانو لومړې په ختيزو ولايتونو کې دخپلو ادارو تر لاس لاندې پلانونو او دغه راز سوداګرو ته داسانتياو دبرابرولو په اړه لنډې خبرې وکړې او وروسته يې دکنفرانس ګډونوالو ته چې زياتره يې د هيواد له ګوټ ګوټ نه راغلې پوښتوته ځوابونه ورکړل،داوبواو بريښناسرپرست وزيرمحمداسماعيل خان وويل په ختيزو دوو ولايتونوکونړ او ننګرهار کې داوبو دشپږو بندونو سروې بشپړه شوې چې دا بندونه ديوزرو دوه سوه ميګاوټه بريښنا دتوليد او دغه راز دزرګونو جريبه زمکې دخړوبولو وړتيا لري هغه وويل دافغانستان نه دباندې دتلونکو اوبو درا ايسارولو لپاره پنځه ديرش مليارده ډالرو ته اړتيا ده.

چې دده له نظره دا اوبو مهارول دکارموندلو ترټولو ستره سرچينه ده.داقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وويل په خواشينۍ سره چې افغان دولت په تيرو اتو کالو کې هر اړخيزه اقتصادي ستراتيژي نه درلوده.

ده وويل دده په مشرۍ داقتصاد وزارت اوس پر يوه هراړخيزه اقتصادي کړنلاره کار کوي چې دده په وينا دافغانستان کرنيزو بنسټونو رغاونې او پر خپلو پښو دودريدو لپاره به لومړيتوب ورکول کيږي.

که څه هم تر دغې غونډې له مخه هم دسوداګرو دستونزو اورېدو په هدف غونډې جوړې شوي خو دا لومړنې کنفرانس دى چې دافغان دولت سکتوري وزيران مخامخ دسوداګرو ستونزې اوري او ورته دحل لاره مومې که له يوې خوا يوشميرسوداګر دداډول کنفرانسونو جوړول ګټور بولي خو ورسره جوخت داخبره هم کوي چې ددې کنفرانس پريکړې بايد يوازې دکاغذ پرمخ پاتي نه شي.

دافغانستان دسوداګرۍ خونو مرستيال خان جان الکوزي وويل که دولت غواړي چې کورنې او بهرني سوداګر په هېواد کې پانګه اچونه وکړي نو د نړۍ دنورو هيوادونو په څير دې تر لسو کالو پورې صنعتکارو سوداګرو ته هر ډول ماليه وبښي .

په ختيزو ولايتونو کې داقتصادي ودې پراختيا او پانګي اچونې دهڅونې دا دوه ورځنې کنفرانس وروسته له هغې جوړيږي چې تير کال ددولت دکابينې يوه غونډه چې په جلال اباد کې جوړه وه.

نوپه هغې دختيزو ولايتونو لپاره ديوشمير اسانتياو دبرابرولو ژمنه وشوه خو دسيمې اوسېدونکيو اويوشمېر چارواکيو په وينا هغوپرېکړو تر ننه کومه عملي بڼه ونه مونده .دوي پردولت اونړۍ واله ټولنه غږ کوي چې تر هرڅه وړاندې دې له ولس سره شويو ژمنو ته دعمل جامه ورواغوندي .

XS
SM
MD
LG