د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز كې د پوليسو تربيوي مركز پرانستل شو


په كندوز كې د زون د پوليسو د روزنې مركز چې د المان په مالي لګښت جوړ شوې و د المان د كورنيو چارو وزير ديميزيراو د افغانستان د كورنيوچارو وزير حنيف اتمر له خوا پرانستل شو.

دغه تربيوي مركزچې په يو وخت كې د يوسل اوشلو تنو پوليسو د روزنې ظرفيت لري د څه باندې يو نيم ميليون امريكايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

د پوليسو په دغه تربيوي مركز كې به دشمال ختيځو ولايتونو پوليسو ته د الماني روزونكو له خوا زده كړې وركول كيږي.

د المان د كورنيو چارو وزير ديميزير وويل:"المان او افغانستان له پخوا څخه دوستانه اړيكې لري او په تيرو اتو كالو كې المان د افغاني پوليسو د روزلو په چارو كې له افغانستان سره مرسته كړې".

هغه دا هم وويل چې ددوي دغه مرستې به دوام ولري، د المان د كورنيو چارو وزير وويل چې دا په افغانستان كې د پوليسو د روزنې دريم مركز دى چې د المان په مرسته جوړيږي.

پخوا تر دې په مزارشريف او فيض اباد كې هم د پوليسو د روزنې مركزونه جوړ شوي وو، دغه مركز په يو ځل له سلو څخه د زياتو پوليسو د روزنې ظرفيت لري.

دافغانستان د كورنيو چارو وزير حنيف اتمر وويل چې دوي له المان څخه مننه كوي چې په سختو شرايطو كې يې له افغانانو سره مرسته كړې، هغه وويل چې دوي په تير يو كال كې له سختو امنيتي مشكلاتو سره مخ وو، خو سږ كال به د مشكلاتو د حل لپاره قاطع تصميم ونيسي.

د كندوز والي انجينر محمد عمر غوښتنه وكړه چې يو شمير پوليس بايد د ماينونو د شنډولو په چارو كې هم وروزل شي، ځكه چې ددوي پوليس د ماينونو د شنډولو په چارو كې نه پوهيږي.

هغه وويل: "د دولت مخالفين اوس له ماينونو څخه زياته استفاده كوي او پوليس داسې ډله نه لري چې سيمې ته لاړ شي او ښخ شوي ماينونه شنډ كړي".

د كورنيو چارو وزير حنيف اتمر د كندوز له قومي مشرانو سره هم يوه غونډه درلوده خو د كندوز ژورناليستانو په دغه غونډه كې له ګډون كولو څخه هغه وخت ډډه وكړه چې د كورنيو چارو د وزير حنيف اتمر ساتوونكو يو شمير ژورناليستان د تصوير او فلم اخيستو پر وخت تهديد كړي وو او دهغوي د كار ممانعت يې كړی و.

د پژواك خبري اژانس او الجزيرې تلويزيون خبريالان وايي چې د كورنيو چارو د وزير ساتونكو ژورناليستان تهديد كړل او ورته يې ويل چې دهغوي وسايل به مات كړي.

عبدالمجيد عارف د الجزيرې تلويزيون خبريال وايي چې د پوليسو د روزنې د مركز د پرانستې په غونډه كې د كورنيو چارو د وزير ساتونکو په يو تن ژورناليست پسې ټوپك راواخيستهاو له ژورناليستانو سره يې ښه چلندونه كړ.

دا په داسې حال كې ده چې تيره ورځ د كندوز ژورناليستان د افغانستان د اولسي جرګې له خوا د هغوي د ښو او په سختو شرايطو كې د بې طرفه كار كولو په خاطر وستايل شول.

XS
SM
MD
LG