د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې تور زیړی په زیاتیدو دی


د خوست دعامې روغتيا چارواكي وايي چې پدغه ولايت كې دتور زيړې ناروغې مخ په زياتيدو ده او كه دتداوۍ لپاره يي لازم امكانات پيدا كړي نو د ډيرو كسانو دمړينې لامل به شي .

د خوست دعامې روغتيا سيمه ايز چارواكي وايي چې پدغه ولايت کې دتور زيړي پيښې زياتې شوي چې له امله يې زيات شمير خوست ميشتې له ستونزو سره مخامخ دي .

دخوست دعامې روغتيا رييس ډاكټر اميربادشاه رحمت زۍ منګل وايي چې په خوست كې دتير كال په پرتله دتور زيړې ناروغي څو برابره زياته شويده .

دنوموړي په وينا كه ددې ناروغې مخه ونيول شي او همداسي دخوريدو په حال كي وي نو دزيات شمير كسان دمړينې لامل به شي او پدې سيمه كې به يو انساني ناورين رامينځته كړي .

دعامي روغتيا راييس زياتوي چې په خوست كې دغه ناروغي په پراخه پيمانه دخپريدو په حال كې دي خو دوي دمخنوي لپاره هيڅ ډول امكانات په لاس كې نه لري او نه هم دعامې روغتيا وزارت پدې برخه كې كوم ځانګړي پلانونه لري .

ده له خلكو غوښتنه وكړه ددغه ناروغۍ دخوريدو په مخنوي كې ورسره مرسته وكړي او دحفظ الصحې په مراعاتولو سره هڅه وكړي چې له دغه ناروغۍ څخه ځان وژغوري ،

د خوست په ملكي روغتون كې يو تن ټيكنالوجيسټ نور اغا احمدزي وايي چې دوى هره ورځ پدې روغتون دلسګونو هغو كسان وينا معاينه كوي چې تور زيړۍ لري .

ده زياته كړه په مجموع كې ويلي شي چې په هرو سلو خوست ميشتو كې دشلو څخه زيات كسان پدي ناروغۍ اخته دي .

تور زيړی يوه وژونکي ناروغي ده چې ينه يا جګر زيانمنوي او له بيلابيلو لارو څخه له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته ليږدول كيږي .

دخوست د ډاكټرانو د ټولنې مشر ډاكټر غزيز محسن وايي چې پدي ولايت كې اوس مهال دتور زيړې ترڅنګ سپين زيړې هم مخ په ډيريدو دي چې داهم ډيره خطر ناكه ناروغې ده .

محسن ددغو ناروغيو درامينځته كيدو دلاملونو او انتقال په اړه داسي وايي .

عام خلك هم له دغه ناروغۍ شكايت كوې او وايي چې ډير داسي كسان يي ليدلې دي چې په ډيرو لوړو لګښتونو بهرنيو هيوادونو ته دتګ موقع پيدا كړي خو هلته يي دطبي معايناتو په ترڅ كې يي په وينه كې تور زيړى موندل شوي او بيرته يي هيواد ته راستانه كړيدي .

په خوست كې دعامې روغتيا چارواكي پداسي حال كې دتور زيړې دخوريدو او پدې برخه كې دامكاناتو له نشتوالې خبرداري وركوي چې پدې وروستيو کې د عامې روغتيا وزارت ويلي چې اوس مهال پنځه اتيا په سلو کې افغانان روغتيايي اسانتياو ته لاس رسی لري .

XS
SM
MD
LG