د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې چاودنې ١٣ تنه ووژل


د افغانستان حکومتیچارواکی وايي، نن دبمپهچاودنهکې چې د هلمندد ولایت د مرکز لشکرگاه سره نږدې د نهر سراج په ولسوالۍ کې وشوه، تقریبا ١٣ کسان وژل شوي دي.

ناټو وايي چې د هلیکوپترو په وسیله یې څلویښت تنه زخمیان روغتون ته انتقال کړل.

د حکومت ماموران وايي، چاودنه هغه وخت وشوه چې ډیر خلکد تخمونو د لاس ته راوړلو په خاطر راټول شوي وو.

دا تخمونه معمولا هغو بزگرانو ته وړیا ورکول کيږي چې د کوکنارو په بدل کی نور فصلونه کري.

لومړی د هلمند د ولایت یوه ویاندويلي وو چې یوه سړي د خپل ځان پورې بم تړلی وو او د خلکو په منځ کې یې وچاوه. خو د کورنیو چارو وزارت بیا وروسته اعلان وکړ چې بم اصلا په یوه باسیکل پورې تړل شوی وو.

د امریکا په مشرئ د ناټو عسکر فعلا د هلمند د ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د طالبانو سره جنگ کوي او دغه سیمه ورڅخه پاکوي.د امریکا په مشرئ د ناټو عسکر په نظر کې لري چې په قندهار کې هم د طالبانو په خلاف زر عملیات شروع کړي.

XS
SM
MD
LG