د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: د زبرزنا او خرڅلاو ښکار افغانه نجلۍ زنداني شوه 


د واشنگټن پوست ورځپاڼه دمارچ په دیرشمه باندی لیکی چی یوه افغانه نجلی یوه زاړه سړی ته ورکړل شوی وه او پلاریی له هغه نه د پنځو زرو ډالرو په اندازه ولور واخیست.

رپوټ وایی چی دغه نجلی ١٦ کلنه وه. هغی به په ټیلیفون له هغههلک سره خبری کولی چی مینه یی ورسره لرله.

څرنگه چیهغی، په دغه عمر کی له رواج نهبغاوت وکړ نو دا کارورته د ٧ کلونو د زندانی کیدلو پهبیه تمام شو.

هغه اوس دکابل په توقیفخانه کی ده ځکه چې هغه له کورنه تښتیدلی وه. دا د هغی د خولی خبره ده.

واشنگټن پوست د هغی له قوله لیکی چی وایی دا یی یوه زاړه سړی ته واده کړی وه خو دا خوشاله نه وه.نجلی وایی چی هغه به خپله ږیره په تور رنگ رنگوله.

دهغی نوم په دی سبب نه اخیستل کیږی چی هغه خوندی وساتل شی. رپوټ وایی چی اوس هغهامیدواره ده. خو وایی چی دا په دې نه پوهیږی چی ددی د ماشوم پلار څوک دی. هغه وایی چی دی له هغه هلک سره هم کورواله کړیدی چی مینه ییورسره لرله او ورسره تښتیدلی وه او له هغه سړی سره همڅملاستلی ده چی کوژده یی ورسره ددی له خوښی نه پرتهشوی وه.

واشنگټن پوست وایی دانجلی ادعا کوی چی مخکی له دینه چی دکابل توقیفخانی ته راوستل شی په هغه مخکینی ځای کی په توقیخانه کی ورسرهزنا بالجبرشویده.

واشنگټن پوست لیکی چی ددی نجلی کیسه په افغانستان کی د عدالتد نظام څرنگوالی ښکاره کوی.

او د امریکا د جمهوررئیس براک اوبامادهغی خبری اهمیت څرگندوی چی وایی پکارده په افغانستان کی دقانون تعمیل انکشاف وکړی چی دهغو گټو ساتنه وشی چی پوځ په دی هیواد کی لاسته راوړیدی.

له دی نه داهم څرگندیږی چی د عدلیی د نظام اصلاحات څومره گران کار دی چی په مخکی پروت دی.

واشنگټن پوسټ د یوی امریکایي وکیلې، کیمبر لی ماټلی له قوله په دی برخه کی لیکی چی هغه وایی زما په محکمه کی په عدالت باندی ملنډی وهل لیدلی دی. دغه ښځی له ٣۴٨ توقیف شویو ښځو سره مرکی کړیدی.

XS
SM
MD
LG