د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د انحصار او احتکار د مخنیوي هڅې


د کابل پوهنتون د ملی څیړنو مرکز د امریکا د سوداګری د اتاقونو په مرسته زیار باسی ترڅو دافغانستان په ادارو کی د انحصار او احتکار په برخو کې د فساد د ور کولو لاری پیدا کړی.

د خصوصی متشبثینو د نړیوال مرکز مسوولان وایی چی انحصار او احتکار په دی هیواد کی د اداری فساد ستره برخه جوړوی .په یوه علمی غونده کی چی د پوهنتونونو د استازو مدنی نهادونه او یو شمیر ملی او بین المللی مووسسو په حضور په کابل ښار کی وړه شوه پکی په احتکار او انحصار کی فساد د مخ نیولو د لارو چارو په څرنګوالی بحث وشو.

د خصوصی بین المللی متشبثینو د مرکز مسول د دی غوندی دهدف په اړه وویل چی هدف دادی چی څرنګه انحصار په افغانستان کی قانونمند او له اداری فساد څخه پاک کړو.

محمد نصیب، د خصوصی پانګه اچونکو د نړیوال مرکز مسوول:"

ددې غونډی ګډون والو د اداری فساد په عواملو په خاص ډول په انحصار او احتکار بحث وکړو او د افغانستان په تجارتی محیې یی د دغو پدیدو په ناوړه اغیز اندیښنی ویښودلی".

محمد نعیم، د خصوصی پانګه اچونکو د نړیوال مرکز پروګرام چلوونکی : " ټاکل شوی ده چی د دغی غونډی د کار پایلی او د حل د لارو چارو موندلی ددولتی ادارو مدن ټولنی او تمویل کونکی ټولنو په واک کی ورکړل شی ".

XS
SM
MD
LG