د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون په مرکزي آسیا کې دی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په داسي حال کې مرکزي آسیا ته خپل سفر پیلوي چی پر ترکمنستان باندې یې غږ کړی چې د بشر د حقوقو مراعات وکړی.

ښاغلي بان وویل چې د ترکمنستان حکومت باید د بشر د حقوقو په برخه کې خپل نړیوال مسولیتونه درک کړي او په دې برخه کې چې یې تړونونه لاس لیک کړي دي هغه په پام کې ونیسي. هغه دغه تبصره نن د جمعې په ورځ وروسته له هغه نه خبریالانو ته وکړه چې د ترکمنستان په پایتخت عشق آباد کې یې د هغه ملک د جمهور ریْس قربانګېل بردي محمدوف سره وکتل.

د ترکمنستان مشر په خپل ملک کې د بشر د حقوقو مسله په عامه راپورته نکړه خو پر ځای یې په ګاونډی هیواد افغانستان کې په دې اندېښنه څرګنده کړه چې په کښی دي سوله او پرمختګ راشي.

د بشري حقوقو ادارو د ملګرو ملتونو پر عمومي منشي بانکي مون باندې غږ کړی چې د مرکزي آسیا پر هیوادونو دي فشار راولي چې بشري حقوق په پام کې وساتي. ښاغلی بان به مرکزي آسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې پنځو ملکونو ته ولاړ شي. هغه د جمعې په ورځ وویل چې ترکمنستان اوس هم د بشپړې دیموکراسۍ نظام ته په عبوري حالت کې دی.

په ترکمنستان کې یواځي یو سیاسي ګوند دی او هیڅ ښکاره خپلواک فعالین نشته.

XS
SM
MD
LG