د لاس رسي وړ اتصالات

نن د نړۍ عیسویان د ایسټر اختر لمانځي


د نړی په سلگونو میلیون مسیحیان نن کلیساوو ته په تگ، دعاگانو او د موسیقی په غږولو سره د ایستر د اختر نمانځنه کوی.

ایستر د مسیحیانو په جنتری کی ډیر د اهمیت وړ ورځ ده، مسحیان په دی عقیده دی چی حضرت عیسی (ع) د مرگ نه دری ورځی وروسته په دی ورځ بیرته راژوندی شوی ؤ.

د نړی د شاو خوا نه زیارت کونکی په دی ورځ په بیت المقدس کی راټولیږی او د ایستر د اختر نمانځنه کوی.

د نورو کالونو برعکس سږکال ډیر خلک ځکه راټول شوی وو چی د لومړی ځل لپاره د ختیځو ملکونو اورتوډوکسانو او لویدیځو کلیسانو د اختر دغه ورځ په یوه ورځ ونمانځله .

د کاتولیکانو مذهبی مشر پاپ بیندیکت نن د پیترز په میدانی کی د عنعنوی مذهبی مراسمو په یوه پیغام کی بشریت دی ته تشویق کړ چی مذهبی او اخلاقی رویه د خپل ژوند اصل وگرځوی.

پاپ بیندیکت همدا شان په عراق کی د مسیحیانو د ځورورونی یادونه وکړه.

XS
SM
MD
LG