د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د قندهار عملیات به د سپین ږیرو په مشوره کیږي


(عکس: AP) د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي ژمنه کړی چی په کندهار کی د طالبانو پرخلاف د هر ډول پوځی عملیاتو نه مخکی به د قومی مشرانو سره سلامشوره وکړی.

ښاغلی کرزي نن په کندهار کی یو زیات شمیر قومی مشرانو ته په داسی حال کی چی په افغانستان کی دناتو او امریکایی قواوو قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل هم حاضر و او غوږ یی ورته نیولی و، خبری وکړی.

جمهور ریس کرزي زیاته کړه چی د قومی مشرانو د همکاری او مشوری پرته به هیڅ ډول پوځی عملیات پیل نشی.

د افغانستان جمهور ریس او امریکایی قوماندانانود طالبانو پرخلاف په عملیاتو کی د ملکی خلکو د همکارۍ په اهمیت باندی ټینگار وکړ.

د ناتو د قواوو د قوماندان مرستیال تورن جنرال (ویلیم می ویلی) دغه خبره نن بیا وکړه چی د ملکی خلکو د همکاری پرته کارونه په مخ نشی تللی.

ټاکل شوی چی د طالبانو پرخلاف د جون په میاشت کی غټ پوځی عملیات پیل شی.

ښاغلي کرزي تیره اونی په نړیوالی ټولنی سخت اتقاد وکړ اوپه افغانستان کی یی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د جعل کاریو تور پری ولگاوه.

وروسته بیا د افغانستان جمهور ریس د امریکی د بهرنیو چارو د وزیری هیلری کلینټن سره په ټلیفونی خبرو کی د طالبانو پرخلاف جگړه کی د امریکا سرهخپل ملاتړبیا څرگند کړ.

XS
SM
MD
LG