د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: افغانستان کې د هند او پاکستان مبارزه


د ملت (The Nation) په نامه نړیواله ورځپاڼه، د یکشنبی په ورځ، داپرېل په څلورمه باندی لېکی چې هند او پاکستان په افغانستان کې دنفوذ د خپرولو لپاره مبارزه کوي، دامهمه نده چې کوم ډول افغانستان د امریکا په مشرۍ باندی له جگړی نه وروسته تبارزکوي.

دامریکا یوه مشهوره ورځپاڼه لېکی چی دهند هلې ځلې، دغه هېواد ته په ېوه قېمت تمامی شوی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه په دې برخه کې د هند د $1.3 بلېونو ډالرو دمرستی مجموعی ته اشاره کوی چې دافغانستان جنگ ځپلی هېوادته یې ورکړېده. خو پاکستان تراوسه پورې ٣٠٠ ملېونه ډالره مرسته افغانستان ته ورکړې ده چې دهند هڅی په افغانستان کې کمزوری کړی.

دملت ورځپاڼه لېکی چې دا دواړه هېوادونه په افغانستان کې دخپل اثر او رسوخ لپاره هلی ځلی کوی.

دهند لپاره په اقتصادی ډگر کې په خاصه توگه دگټو دلاسته راوړلو مسله له زېات خطر سره مخ ده. هند ډیر بډای هیواد دی او غواړی چې دیوه اقتصادی قدرت په توگه تبارز وکړی. افغانستان د مرکزی اسېا لپاره د یوه پله حېثېت لری او هلته د گازو او تېلو ډېرې غنی منابع موجودی دی. هند اوپاکستان دواړو ورته خېټه په ابو کې اېښی ده.

دادواړه هېوادونه اټومی وسله لری خو په کافې اندازه بریښنا نلري.

دهند هلې ځلې په دې برخه کې په ېوه قېمت تمامی شوی. په افغانستان کې دخپلو گټو په اړه په تېرو دوه کلونو کې پرې دوه برېدونه شوېدی او په هغو کې ترسلو نه زېات کسان ووژ ل شول او تر ٢٣٩ نه زیات زخمی شول.

دکابل په دوه مېلمستونونو باندی حملوکې ٧ تنه هندوستانېان ووژل شول.

د ملت ورځپاڼه لېکی چې دامرېکا لپاره هم په افغانستان کې دهند له خوانه د نفوذ پېدا کولو هلې ځلی امنېتی او دېپلوماتېک مشکلات پیدا کوی. ځکه په دغه هېواد کې د جگړی په اتو کلونو کې تر ١٠٠٠ نه زېات عسکر وژل شوېدی.

واشنگټن سره دا وېره هم ده چې د اسلام اباد سره په اړیکو کې توازن ته تاوان ور وانه ړوی او د ترازو پله برابره وساتی.

دملت نړېواله ورځپاڼه لېکی چی دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس، افغانستان ته په خپل تازه سفرکې خبرېالانو ته ووېل چې راځئ چې رېښتېا سره وواېو، دهند اوپاکستان ترمنځ په دې برخه کې واقعا شک موجو ددی چې هغه بل په افغانستان کې څه کوی.

هغه زیاته کړله چې واشنگټن د پاکستان له خوانه دفشار احساس کوی چې په افغانستان کې د هند نقش محدود کړی.

دواړه هېوادونه له ېوبل نه وېره ولری؛ په داسی توگه، چې بهرنېانو ته معمولا غېر منطقی ښکاری چې دافغانستان ېو متحد هېواد به د بل لپاره امنېتی خطر وی. پاکستان افغانستان ته دېوا سلامی هېواد په نظر گوری او طبیعي ده چې په دغه هېواد کې د هند هلو ځلو ته د شک په نظرگوري.

په افغانستان کې د پاکستان د سفارت مرستېال منصور احمد خان وایې چې موږ نه غواړو چې ېوه اړخ او بل اړخ ته مو غیردوستانه عناصرو موجود وی.

دملت ورځپاڼه په پای کې د امرېکا او ناټو دچارواکېو له قوله لېکی چی له دوی سره دا وېره د ه چی هغه سر تېری ډلی چې له پاکستان سره تړاو لری هغه به په افغانستان کې د هند پر کارگرانو باندی حملی زېاتی کړی او دا به په افغانستان کې ددغه هیواد د ثبات لپاره هلو ځلو کې پېچلتیا پیدا کاندی.

د هند چارواکېو په ښکاره باندی دا خبره کړېده چې دهند پرخلا ف برېدون کې دوی پرپاکستان باندی شک کوی خو د پاکستان چارواکېو دا تور رد کړېدی.

دملت ورځپاڼه لېکی چې امرېکا او هند د ٢٠٠٨ م کال کې د هند پرسفارت باندی، په کابل کې د بم چونو پړه پر پاکستان باندی ور اچوی. په دغو بم چونو کې تر ٥٠ نه زېات کسان ووژل شول.

هند وایې چې د پاکستان استخباراتو له افراطېانو سره مرسته کړی وه. دتېرکال په اکتوبر کې هم دهند پرسفارت باندی حملی کې ١٧ کسان وژل شوی وو.

دملت ورځپاڼه په پای کې لېکی په داسی حا ل کی چې د افغانستان په ځېنی برخو کې د جگړی اور زېاتېږی، هند اوپاکستان د سړکونو، روغتونونو،ښوونځېو او داوبولگولو د نظام په جوړولو لگېا دی.

دهند اوپاکستان ترمنځ رقابت اوسېالی ځېنی وخت د ساده گانو کار ښکاری ځکه هغه وخت چې هند دهرات ولاېت ته ېوڅو بسونه ورکړل نو پاکستان هم ېو څه بسونه دمرستی په توگه ورکړل او د پاکستان بېرغ یې پرې رسم کړی و.

دملت ورځپاڼه لېکی چې دا رقابت ځېنی وخت د پردی ترشا ډېرې مهمې اغېزې لری د مثال په توگه دامریکا په مشری باندی جنگ او د ښاغلی کرزی هلی ځلی چې له طالبانو سره یې د سولی او پخلاېنی لپاره کوی.

پاکستان ددې نظریې ملاتړ کوی خو دهند مشران له دېنه وېره لری چې که دافغانستان د سولی بهېر له طالبانو سره کامېاب شی نو دا به پاکستان ته د کابل پرحکومت باندی د نفوذ لرلو زمېنه برابره کړی او هند دېته د خطر په نظر گوری.

XS
SM
MD
LG