د لاس رسي وړ اتصالات

په كندوز كې د دهقان جشن ولمانځل شو


په كندوز كې د دهقان ورځ په داسې حال كې ولمانځل شوه چې يو زيات شمير دهقانانو د سهولتونو او د محصولاتو دبازار د نشتوالي له امله شكايت درلوده، پخوا به د دهقان ورځ د يولړ پراخو مراسمو په ترڅ كې لمانځل كيده.

دهقانانو به ځيني اهلي حيوانات ددغه جشن لپاره له څوكلنو څخه روزل او د جشن پر وخت به يې د مسولنيو پر وړاندې د پريټ په شكل تيرول چې ځينو دهقانانو ته به د چارواكو له خوا جايزې هم وركول كيدې.

د دهقان د جشن پر وخت به يو شمير دهقانانو دبيل وهلو مسابقې هم كولې، خو له دوه كالو راپديخوا په كندوز كې د دهقان جشن تر يوې وړې غونډې محدود شوى دى، د دهقان د ورځې د لمانځلو په خاطر د كندوز دمختلفو سيمو دهقانانو په دغه غونډه كې ګډون كړې و چې هر يو دخپلو ستونزو يادونه كوله.

د كندوز د چاردرې اوسيدونكې يو تن دهقان حاجي سارګل وايي چې دوي كه ځمكه په تراكتور قولبه كوي نو په يو ساعت اته سوه يا نهه سوه افغانۍ وركوي، كه دهقان خپل محصولات بازار ته وړاندې كړي يو من (اوه كيلو) غنم په پنځوس يا شپيته افغانۍ پلوري او سږ كال خويې څوك په څلويښت افغانۍ هم نه اخلي، ځكه چې سږ كال زيات غنم كرل شوي دي، هغه زياتوي چې هر دهقان په يو جريب ځكه اته زره افغانۍ مصرف كوي چې له يوجريب څخه اخيستل شوى حاصل د هغه مصرف نه شي پوره كولې.

د چاردرې يو بل دهقان بهرام وايي چې دهقانان اكثر د مني پر وخت قرضدار وي. هغه وايي چې يوه بوجۍ كيمياوي سره په اته سوه افغانۍ ده نو د هقان مصرف زيات كوي او حاصلات يې په كمو پيسو خرڅيږي، بهرام زياتوي چې دهقانان له خپلو دهقانيو بېزاره دي خو څه وكړي.

د كندوز د زراعت ريس عبدالعزيز نيكزاد وويل چې دسيمې دهقانان ستونزې لري او دوي كوښښ كوي چې د هغوي لپاره سهولتونه برابر كړي، هغه وويل چې دوي خوشاله دي چې څوكسه دهقانان يې راټول كړي او سالم انتقادونه يې وكړل او زياته يې كړه چې د كندوز اكثر اوسيدونكي دهقانان دي او دوي دومره امكانات نه لري چې د ټولو دهقانانو ستونزې په يوځل حل كړي.

د كندوز والي انجينر محمد عمر ددغه ولايت دهقانان وستايل او ويې ويل چې ددغه ولايت دهقانان زحمت وباسي او له كمو ځمكو څخه زيات حاصل اخلي.

نوموړي وويل چې په كندوز كې وروستۍ ناامنۍ ددې سبب شوي چې په دغه ولايت كې د بيارغونې د كارونو د پرمختګ مخه ونيسي، هغه زياته كړه چې مرستندويه موسېسې په ناامنو حالاتو كې كار كولو ته زړه نه ښه كوي، هغه پر دهقانانو غږ وكړ چې بايد له خپل دولت سره همكاري وكړي.

د غونډې په پاې كې د دهقان د ورځې د لمانځلو په خاطر يوشمير دهقانانو ته ځينې زراعتي وسايل دتحفې په شكل د مسولينو له خوا وركړل شول.

XS
SM
MD
LG