د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار کې ایتلاف او افغان عسکرو عملیات کړي


ايتلاف اوافغان قواوو لږترلږه دولس تنه دننګرهار په ولايت کې ديولړګډوعملياتو په ترڅ کې وژلي دي اويوتن يې له ځانه سره ژوندى بولى دى.

ايتلاف اوافغان قواووپه ګډه تېره شپه دننګرهار ولايت دخوګياڼو په سيمه کې پريوکورعمليات تر سره کړل.

د سيمي اوسېدونکيو د يوې مظاهرې په ترڅ کې وژل شوي کسان بې ګنا ه بلل اوويل يې دايتلاف قواووله خوا په ترسره شوي بريد کې چې د وزيرو سيمې پر يو کور او شاوخوا ترسره شول ١٢تنه ولسي کسان وژل شوي دي.

د دوی په وينا ١١تنه يې په يوکور کې چې ميلمانه وو وژلي اويوتن يې داوبوخورپرمهال وژلى دى.

دوی وايي دسغوقواوو دسيمې يوتن هم له ځانه سره ژوندى بولى دى.

د دوی په وينا په وژل شويو کسانو کې دهمدې سيمې په بېلابېلو ښوونځيو کې څوتنه ښوونکي هم شامل دي.دوي وژل شوي کسان له يوه مخې بې ګناه اولسي خلک بلل.

د ننګرهار ولايت وياند احمدضياء عبدالزي بيا په يو مطبوعاتي کنفرانس کې خبريالانوته وويل دغه عمليات تیره شپه دوه بجې د يو راپور پراساس د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو د ډاګو په سيمه کې ترسره شوي چې په کې وژل شوي ټول کسان وسله وال مخالفين وو چې شپږ تنه په کې بهرنيان هم شامل دي.

دسيمې خلکو ويل وژل شوي بهرنيان ددوى ميلمانه وو او په وژل شوو کسانو کې د خوګياڼو ولسوالۍ ديوې لېسې سرمعلم ،يو ښوونکى اونور ولسي وګړي شامل دي .

خو دولايت وياند عبدالزي بياوويل کله چې افغان او ايتلاف قواوو سيمه محاصره کړه نو په سيمه کې د ملا ګل په نوم ديوتن له اوجرې څخه پرافغان او ايتلاف ځواکونو ډزې وشوې چې افغان او ايتلاف قواوو يې په ځواب کې عمليات ترسره کړل او په ترڅ کې يې دشپږو بهرنيانو په ګډون دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل او د قاري مجاهد په نوم يې يوتن يې له ځان سره وړى دى .

خوپه جلال اباد کې دايتلاف قواوو يومطبوعاتي دفتر بيا په دې پېښه کې وژل شوي کسا ن دولت وسله وال مخالفين بولي اووايي چې ددغو عملياتو پرمهال له وژا شويو کسانو څخه يواندازه سپکې اودرنې وسلې هم لاسته ورغلي.

دغه دفتر وايي دغه عمليات ددوي او افغان قواوو په ګډه تر سره کړي دي.

دغه دفتر دژوندي کس دنيولو اوله ځانه سره دبېولو په اړه خپله ناخبري وښوده.

د دولت وسله والو مخالفينو لاتردې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي خوددغه ولايت په ګاونډ لغمان ولايت کې يې ايتلاف قواووته په يولړبريدونو کې دمرګ ژوبلې اړولو دعوه ګړې ده.

XS
SM
MD
LG