د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي په اړه د امریکا اندیښنه ادامه لري


د امریکا حکومت یو ځل بیا د افغانستان د جمهور رییس کرزي د هغه څرګندونو په اړه اندیښنه ښودلې ده چې هغه په غربي هیوادونو باندې تور لګولي ؤ چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې ټګي کړیده.

د سپینې ماڼې ویاند رابرت ګبز ویلي دي چې د جمهور رییس کرزي وینا د اندیښنې وړ او ناسمه ده.

هغه ویلي دي که څه هم چې سپینه ماڼۍ د جمهور رییس کرزي په څرګندونو خفه ده خو بیا هم د ښاغلي کرزي او جمهور رییس اوباما تر منځ ملاقات به په راتلونکي مېاشت کې په واشنګټن کې د مهال ویش سره سم تر سره شي.

جمهور رییس حامد کرزي ویلي دي چې هغه اوس هم پخپلې هغې خبرې ولاړ دي چې په غرب باندې یې تور لګولی ؤ چې په انتخاباتو کې یې ټګي کړې وه.

جمهور رییس کرزي د بي بي سره په یوې مرکې کې چې نن د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي یې دي هغه څرګندونې یې صحي دي چې ویلي یې ؤ نړیوالو ادارو او سفارتونو د اګست د میاشتې د شملې نیټې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې لاس وهنه کړې وه.

له بلې خوا ناټو ویلي دي چې د افغاني عسکرو یو ځای یې 10 تنه جګړه ماران د ننګرهار په ولایت کې وژلي دي. ناټو ویلي دي چې هغوي د دوشنبې په ورځ وختي د پاکستان پولی ته نږدې دغه چاپه اچولې ده.

له بلې خوا افغان چارواکي وایي چې وسله والو کسانو نن د دوشنبې په ورځ د بغلان ولایت د پلخمري په ولسوالۍ کې د ولایتې شورا غړې میرمن ندا کیانياو د هغې موټر چلونکي ټپي کړیدي.

چارواکي وایي چې دواړه ټپیان اوس په روغتون کې بستر دي.

تر دې دمه چا د پیښې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستې خو چارواکېو ویلي دي چې هغوي په طالبانو باندې شک لري.

طالبان د نجونو د زده کړې او په عامه چارو کې د ښځو د ونډې اخیستلو سره مخالفت لري.

XS
SM
MD
LG