د لاس رسي وړ اتصالات

ننگرهار: وسله وال له بې کيفيته درملو سره ونیول شول


د ننګرهارولايت چارواکي وايي چې څلورتنه مشکوک کسان يې له لسګونو ميله وسلو او بې کيفيته دارودرملو سره ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې نيولي دي.

ددغه ولايت وياند احمدضيا عبدالزي په وينا دغه کسان دملي امنيت ادارې له خوا دجلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي. دى وايي دغه کسان په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.

دوه تنه چې ٥٥ميله وسله ورسره وه اوغوښته يې چې جلال اباد ښار ته يې دتخريپي فعاليت لپاره راننه باسي،دملي امنيت دموظفينو له خواونيول شول.

دى وايي دوسلو دغه لېږدونکي دبېلابېلو سيمواوسېدونکي دي چې دامهال دملي امنيت له موظفينو سره تر تحقيق لاندې دي دابه وروسته په ډاګه شې چې دغه کسان په کومې ډلې ټپلې پورې تړاو لري.

پردغونيول شويو کسانو سربېره دوه تنه نور له يوه اندازه بې کيفيته دارودرملو سره چې په نږدې څلورسوه کارتنو کې ځاى پر ځا ى کړې وه ،نيولې .دى وايي دغه پېښه هم ترڅېړنې لاندې ده.

داچې دغه ډول پېښې دامنيت په ګډوډولو کې څه اغېز لرلاى شي که نه؟عبدالزى وايي که دداډول پېښوجدي مخنيوى و نشي نو طبیعي خبره ده چې يولړامنيتي ستونزې راولاړوي.

دالومړى ځل نه دى چې په ښار کې وسله نيول کېږي تر دغې پېښې وړاندې هم يوشمېر کسان له وسلو سره نيول شوي دي.

دغه کسان پرداسې مهال نيول کېږيچې تیره ورځدجلال اباد ښار په داخل کې يوه چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې ١٥تنه ټپيان اويوتن ووژل شو.زخميان اووژل شوي کسان ټول ملکيان وو.

له بل پلوه دلغمان ولايت چارواکي خبرورکوي چې نهه تنه وسله وال مخالفين دالينګار په ولسوالۍ کې له خپلووسلو سره ددولت ليکو ته راواوښتل.

ددغه ولايت والي اقبال عزيزي وايي چې دغه کسان همدااوس مهال هم له دولت سره دمخالفت وسله وال سنګرنيولى و.

دده په وينا رااوښتي کسان دقاري هجرت په نوم دهغې ډلې مربوط کسان دي چې څه موده وړاندې يې نور ملګري دخپل مشرقوماندان تر وژل کېدووروسته په جلال اباد کې ددولت ليکو ته راواوښتل.

اقبال عزيزي ډاډڅرګندکړ چې ددولتله ليکو سره دداسې کسانو په يوځاى کیدوبه په سيمه کې نورهم امينت غښتلى شي.

ددولت له ليکوسره دداډول کسانو يوځاى کېدل دکتونکيو له نظره پالنه اوڅارنه غواړي.دوی بايد په دولت کې پر وظيفو وګومارل شي چې دغه دولت دځان وبولي.

دغه کسان پرداسې مهال په ياده شوې سيمه کې ددولت له ليکو سره يوځاى کېږي چې څوورځې وړاندې په همدې سيمه کې دبهرنيوقواوو پريوموټر چاودنه وشوه.

XS
SM
MD
LG