د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان کې مخالفینو موقت حکومت اعلان کړ  


(عکس: ‍‍AP) په قرغزستان کې سیاسي مخالفینو د یوه نوي موقتي حکومت د جوړیدو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغه حکومتبه تر شپږو میاشتو پوري چې انتخابات کیږي د ملک چارې اداره کوي.

د مخالفینو مشرې پخوانۍ خارجه وزیرې روزا اوټن بایوا نن د جمهور ریْس کرمان بیک باقي یووف د استعفی غوښتنه وکړه.

هغې وویل چې پارلمان منحل شوی دی او دا به د نوي موقتي حکومت مشره وي.

جمهور ریْس باقي یوف پرون له مرګانیو مظاهرو او بلواګانو نه وروسته د جلال آباد سیمې ته تښتیدلی دی او ویلي کیږي خپل طرفداران راغونډوي.

په عین حال کې د موقتي حکومت د دفاع ټاګل شوي وزیر ویلي دي چې د قرغزستان وسله والې قواووې د دوی سره یو ځای شوي دي او هغوی به د مظاهره چیانو په مقابل کې استعمال ن شي.

په زرهاو مظاهره چیانو د سې شنبې او چارشنبې په ورځو د امنیتي قواوو سره شخړې او جګړې وکړې، په پایتخت بیشکیک کې یې حکومتي ودانۍ ونیولې او حکومتیې راوپرځاوه.

د ورغتیا وزیر وویل چې په دې شخړه کې ۷۵ کسه وژل شوي او تر سلو تنو زیات زخمي شويدي.

XS
SM
MD
LG