د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: کرزی د تروریزم ضد جګړه کې مهم انډیوال دی


د آمریکا جمهور ریْس براک اوباما وايي چې جمهور ریْس حامد کرزی د تروریزم سره په جګړه کې یو ،، مهم انډیوال،، دی که څه هم چې په دې ورستیو وختونو کې یې د لویدیځ سره د خبرو جګړه کړیده.

جمهور ریْس اوباما د آمریکا د (ای بي سي) تلویزیون ته وویل چې دی باور لري جمهور ریْس کرزی به په هغو هلو ځلو او کوششونو کې مهم نقش ولريچې غواړي ثبات لرونکی افغانستان جوړ کړي، چې طالبان هغه اشغال نه کړای شي او د القاعدې د حملو ډګر نشي.

جمهور ریْس اوباما دا هم وویل چې دی په دې یقین لري چې جمهور ریْس کرزی هغه پرمختګونو ته متعهد دی چې د ده حکومت ته زیات مشروعیت ورکړي. مګر هغه دا هم وویل چې د دې معنی دا نه ده چې داسي وختونونه به راځي چې په دې لارکې د مخکي تګ په باب دي د ده او د جمهور ریْس کرزي ترمینځ اختلافات نه راځي.

ددې هفتې په سرکې آمریکايي چارواکو د دې نه انکار وکړ چې ښاغلی کرزی دي خپل یو متحد وبولي او دې ته یې اشاره وکړه چې په هغه د خارجیانو په خلاف خپلو ویناوو ته دوام ورکړي، نو بله میاشت به سپېنه ماڼۍ ته د هغه راتګ شاید ونه شي. مګر د آمریکا د ملي امنیت سلاکار ( جیمز جونز) نن خبریالانو ته وویل چې د مې په ۱۲ مه په دې سفر کې کوم بدلون نه دی راغلی او سپینه ماڼۍ راپیداشوي جنجالونه د دې سفر نه بیل بولي.

د ناټو مشر ویلي دي چې د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي په باب باید د هغه د اعمالو قضاوت وسي نه د آمریکا سره د خبرو د دې وروستۍ جګړې په باب.

د ناټو عمومي منشي ( اندرز فاګ راس موسین) پرون وویل چې ښاغلي کرزي د حکومت د ښه کولو د پاره ډیر قوي تعهدات کړي دي چې په کې د اداري فساد او رشوتخوریو سره مبارزه هم شامله ده چې همدا د وعدو په تر سره کولو کې یوه موضوع شمیرل کیدای شي.

XS
SM
MD
LG