د لاس رسي وړ اتصالات

دپولنډ جمهوررئیس دالوتکی دراغورځیدو له امله وژل شوی


دروسېې ماموران وائې، دپولنډ جمهوررئیس لیخ کانژنسکی دروسېې په لویدیځ کې دالوتکی دغورځیدو په پیښه کې ووژل شو. خبریالی جیسکا گولور پدی باره کې له مسکو نه دا رپوټ رالیږلی دی.

دروسېې خبری اژانسونه وائې، دپولنډ شپیته کلن جمهوررئیس لیخ کاژنسکي د(١٥۴ ) ډوله تولف تو دالوتکی د راغورځیدو په پیښه کې مړشو. دغه الوتکه په داسی وخت کې راوغورځیدله چې دسمولنسک هوائې میدان ته رانژدی کیدله .

عینی شاهدان وائې، الوتکه میدان ته نژدی دونی سره ولگیده او مخکی لدی نه اور واخلی ټوټی ټوټی شوه . ددغې الوتکی دغورځیدو دعلتونو په باره کې تحقیقات کیږی.

برسیره پرنورو سپارلیو په دغه الوتکه کې دښاغلې کاژنسکي میرمن ماریه،دپولنډدپوځ لوی درستیز، دبهرنیو چارو دوزارت معین ، دمرکزی بانک گورنراو دپولنډ دپارلمان یوشمیر وکیلان هم وو. دسمولنسک مقام وائې، له دغې پیښی نه څوک ژوندی ندی پاتی.

پولنډی هیآت دروسېې لویدیځ ښارگوټې سمولنسک ته روان و چې ددویم نړیوال جنگ په اویا کلنه کلیزه کې برخه واخلی چې سمولنسک ته نژدی دکاتین په ښارگوټی کې دشوروی امنیتی قواو دوه ویشت زره دپولنډ ماموران وژلی وو.

ښاغلې کاژنسکي په دوه زره پنځم کال کې دپولنډ جمهوررئیس ټاکل شوی وو.دخپل ټاکل کیدو نه یوکال وروسته ئې وویل، غواړی پولنډ داروپائې اتحاد غړی کړی : ١

هغه وویل،موږ باید داسی هیواد جوړکړو چې اداری فساد پکی نه وی او خپل کارونه په ښه شان سرته ورسوی. داسی یو هیواد جوړ کړو چې دخپلو اتباعو په گټه وی او په اروپائې اتحاد کې یومستقل پولنډ وی.

پولنډیانو دښاغلې کاژنسکي په وژل کیدو ټکان وخوړ. په سلگونو پولنډیان په وارسا کې دجمهوری ریاست د ماڼۍ مخی ته را ټول شوی وو چې خپل جمهوررئیس ته وروستی احترام وړاندی کړی: ٢

ادریانا پاروسکا وائې، دا دنورو پولنډیانو په شان چې دجمهوری ریاست دقصر مخی ته راټول شویدی، په دغه خبر ټکان وخوړ. دا وائې، موږ دلته راټول شوی یو چې یوبل ته تسلی ورکړو او یوبل سره خپله خواخوږی وکړو. دا ستر ټکان دی ځکه چې زموږ دهیواد دسر هلته ولاړل چې دهغوکسانو یاد تازه کړی چې اویا کاله پخوا وژل شوی وو او واقعآ اوس پولنډ دستونزو سره مخامخ دی.

توقع ده چې دولسی جرگې رئیس برونسلاو کوموروسکی دښاغلې کاژنسکي وظیفی سرته ورسوی.

XS
SM
MD
LG