د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما کرزي ته لیک استولی


د افغانستان د جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر وایی چی د امریکا جمهور ریس باراک اوباما جمهور ریس کرزی ته یو لیک استولی اوپدغه لیک کی یی د جمهور ریس نه کابل ته د خپل سفر په وخت د توود هرکلی له امله مننه کړی ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست یو نطاق احمد ضیا سیامک هیروی وایی چی پدی لیک کی جمهور ریس اوباما د جمهور ریس کرزی سره په واشنګټن کی د نورو خبرو ترسره کیدلو یادونه هم کړی ده.

"پدی لیک کی د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکی ستراتیژیکی اړیکی بللی شوی دی او ویل شوي چی د ګډو اهدافو ترلاسه کولو لپاره زیات کارته اړتیا ده".

د رپوټونو له مخی جمهور ریس کرزی ته دا لیک په کابل کی د امریکا سفیر کارل ایکن بیری په خپل لاس رسولی دی . د امریکا جمهور ریس اوباما د می د میاشتی په۱۲ جمهور ریس کرزی واشنګټن ته بللی دی.

خو تیره هفته د جمهور ریس حامد کرزی له خوا د جمهوری ریاست په تیرو انتخاباتو کی د نړیوالی ټولنی د لاس وهنو په باب د جنجالی څرګندونو ورورسته د سپینی ماڼی یو نطاق ویلی وه چی امریکا ددغه سفر په فسخ کیدلو باندی غور کوی.

اوس ددغه لیک د خپریدلو وروسته داسی ښکاری چی دا سفر به په ټاکلی نیټه ترسره شی.

د بلی خوا د افغانستان د جمهوری ریاست او د ناتو په مشری د اساف د قواوو د مطبوعاتی دفترونو د معلوماتو له مخی د شنبی په ورځ جمهور ریس کرزی په کابل کی د ناتو د قواو مرکزی قوماندانی ته ورغلی وه او په افغانستان کی د ناتو د قواو د عمومی قوماندان جنرال سټاینلی میک کرسټل سره یی د غرمی ډودی خوړلی ده.

د افغانستان جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر له خوا په یو خپور شوی بیان کی وویل شوی چی د آساف قوماندانی ته په رسیدلو جمهور ریس کرزی ته د ناتو قوماندان جنرال میک کرسټال او په کابل کی د ناتو د ټولنی ملکی استازی مارک سیډ ویل ښه راغلاست ووایه او هغه ته یی د ناتو د قوماندانی د عملیاتو په خونه کی د کندوز ولایت د امنیتی وضیعت په باب جوړ شوی رپوت هم وړاندی کړی دی.

دا بیان وایی چی جمهور ریس کرزی دا رپوټ ستایلی دی او د ناتو د قواو نه یی د نورو ولایتونو لپاره د ورته رپوټونو د برابرولو غوښتنه کړی ده.

XS
SM
MD
LG