د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په اورکزیو کې ناارامي دوام لري


پاکستاني چارواکي وایي چې پوځیانو د اورکزیو په قبایلي سیمه کې د یاغیانو یوه حمله په شا تمبولې ده او لږ تر لږه ۴٠ تنه یاغیان یې وژلي دي.

چارواکي وایي چې یاغیانو نن د دوشنبې په ورځ د تالاشۍ په یوې پوستې باندې حمله کړیده او دوه تنه عسکر یې وژلي دي.

پاکستان د خیبر په درې او د اورکزیو په قبایلي سیمو کې عملیات زیات کړیدي تر څو طالب جنګیالي لدغو سیمو نه وباسي.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ هم د هیواد په شمال لویدیځ کې د یاغیانو څو د پټیدو خوندي ځایونه بمبار کړیدي او ١٠ تنه مشکوک یاغیان یې وژلي دي.

لدې نه یوه ورځې وړاندې جنګي جیټ الوتکو د افغانستان پولې ته نږدې د خیبر په قبایلي سیمه کې د یاغیانو په یوه مرکز باندې بمباري کړې وه او ۴٥ کسان یې وژلي ؤ.

د خیبر لار په افغانستان کې د ناټو دیره عسکرو ته د موادو د رسولو عمده او مهمه لار ده او زیاتره وخت یاغیان په همدغه لاره د ناټو په کتارونو باندې حملې کوي.

XS
SM
MD
LG