د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالوي موسسې په هلمند کې د خپلو مامورینو نیول وغندل


د ایمرجنسۍ په نامه د ایټالیا مرستندویه خیریه موسسې په افغانستان کې د خپلو دریو کار کوونکو نیول کیدل غندلي دي. دغه کسان په دې تور په افغانستان کې ونیول شول چې د هلمند د والي د وژلو دسیسه یې جوړه کړې وه.

دغې خیریه موسسې ویلي چې په دې خاطر په نښه شوې ده چې د هلمند ولایت د لښکر ګاه په ښار کې د ملکیانو ترڅنګه طالبان هم تداوي کوي.

افغان چارواکي وايي چې دوی درې ايټالیوي کارمندان چې پکښي یو ډاکټر، یو نرس او یو د لوژستیک د چارو کارکونکی شامل دی، د ۶ افغانانو سره وروسته له هغه نه د شنبې په ورځ ونیول چې ددغه روغتون په ګدام کې ځانمرګه واسکټونه، لاسي بمونه او نور وسلې ترلاسه شوې.

د هلمند د ولایت والي ګلاب منګل وویل چې د ایمرجنسۍ د روغتون یو کارمند ته د هغه د وژلو په خاطر ۵ لکه ډالر په پیشکي ډول ورکړل شوي و.

د ایټالیا د باندنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې اړه به ژر تر ژره ژورې څیړنی پیل کړی.

XS
SM
MD
LG