د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما وايې د اټومی برید خطر زیات شوی


د امریکا جمهور رئېس براک اوباما

نن د سه شنبی په ورځ د دوه ورځنی عالی غونډی په وروستی ورځ وویل چې د اټومی وسلو د برید خطر په دې سبب زیات شوی دی چې ترهگران کوشش کوی چې اټومی مواد لاسته راوړی.

هغه ووېل چې که څه هم د هیوادونو تر منځ دا ټومی وسلو د جگړی خطر کم شویدی خو داسی تروریستی ډلی لکه القاعده کوشش کوی چې اټومی مواد لاسته راوړی.

ښاغلی اوباما وویل چې نوی اټومی خطر د تاریخ ستم ظریفې ده.

اوباما د نړۍ مشرانو ته خبرداری ورکړ چې پکارده هغوی ېوازی خبری ونکړی، بلکه عملی اقدامات وکړی چې اټومی مواد خوندی وساتل شي.
داټومی وسلو په دغه عالی غونډه کې ۴٧ ملکونه گډون کړېدی او دا نېت لری چې ېوه گډه اعلامېه خپره کړی او په هغې کې ژمنه وکړی چې اټومی مواد د راتلونکېو څلورو کلونو په موده کې خوندی او محفوظ کړی.

ټاکل شوېده چې جمهوررئېس براک اوباما د ترکېې له صدراعظم رجب طېب اردوگان ، دارجنتاېن له جمهوررئیسی کریستینا فرنندیز کریچنراو د جرمنی له صدراعظمی انگیلامرکل سره یوازې یوازې ملاقاتونه وکړي.

ماهران وايي چې په نړی کې په کافي اندازه غنی شوي یورانیم موجود دي چې ١٢٠ زره اټومی وسلی ترې نه جوړېدلی شي.

هغوی اندېښنه څرگنده کړېده چې په دغو موادوکې یوڅه د ترهگرانو لاسته ورتللی شی. رپوټ وايي پر ایران، شمالی کوریا او سوریه چې د غرب له خوانه دهغوی دمشکوکو اټومی پروگرامونو په وجه سخت انتقادونه کېږی؛ دغی غونډی ته را بلل شوی نه وو.

ددغی عالی غونډی له پېل نه مخکی جمهوررئېس براک اوباما د چین له جمهوررئېس هوجنتاو سره ملاقات وکړ او دواړو په دې باندی سره موافقه وکړله چې پراېران باندی فشار راولی چې له خپلو اټومی فعالیتونو نه تیرشي.

چېن په دې کار کې زړه نا زړه و چې پرتهران باندی د ملگرو ملتونو نور بندېزونه ولگول شی.

XS
SM
MD
LG