د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار كې د طالبانو فعاليتونه زيات شوي


په تخار كې ددولت دمخالفو وسله والو طالبانو فعاليتونه پراخه شوي دي، ددغه ولايت د امنيې قوماندان جنرال شېراحمد وايي چې دا وخت د تخار ولايت درې ولسوالۍ د طالبانو د تهديد لاندې دي، نوموړى زياتوي چې په لومړي سر كې درقد ورپسې ينګي كلا او په دريمه درجه كې خواجه بهاوالدين دطالبانو د تهديد لاندې دي.

جنرال شېر احمد وايي چې دغه درې ولسوالۍ ددوى د كشفي او استخباراتي ارګانونو د پوښښ لاندې دي، چې د نوموړي په وينا د استخباراتي معلوماتو له بشپړېدو وروسته به په سيمه كې تصفيوي عمليات پيل كړي او د وسله والو طالبانو مخه به ونيسي.

د تخار د امنيې قوماندان وايي چې څو مياشتې وړاندې په دغه علاقه كې يوازې د ګوتو په شمېر طالبانو فعاليت كاوه خو زياتوي چې اوس په دغه سيمه كې د طالبانو فعاليتونه پراخه شوي چې د نوموړي په وينا يوازې په درقد ولسوالۍ كې يې شمير له يوسل پنځوسو اوښتى دى.

"زموږ د استخباراتي ارګانونو دمعلوماتو له مخې شپږ مياشتې وړاندې په درقد كې اووه كسه طالبانو فعاليت كاوه خو اوس يې شمير يو سل پنځوس كسو ته رسيږي"

هغه زياته كړه چې ددغه وسله والو طالبانو اكمالات د كندوز ولايت د ارچي ولسوالۍ له لارې كيږي.

د امنيې قوماندان شېر احمد په سيمه كې د يو چيچنيايي جنګيالي د موجوديت خبر هم وركړ، خو دتخار والي عبدالجبار تقوا بيا په دغه سيمه كې د څوكسو ازبكستاني جنګيالو تر څنګ د القاعده د دوه غړو دموجوديت يادونه هم وكړه او زياته يې كړه(( زه كره معلومات لرم چې په درقدولسوالۍ كې څلور كسه اوزبك جنګيالي او دوه كسه القاعده هم فعاليت كوي ، چې موږ يې د وسلو څخه هم خبر يو ))

والي عبدالجبار تقوا د امنيې د قوماندان هغه خبرې تاييد كړې چې ويل يې چې په ما ورا كوكچه ولسواليو كې يې د امنيت د خرابوالي او د طالبانو د فعاليتونو د زياتېدو په اړه كړې وې، خو زياته يې كړه چې طالبان لا دومره قوي نه دي چې ددوى د امنيتي ځواكونو په وړاندې مقاومت وكړي.

نوموړي دامنيت راوستلو لپاره تر ټولو ښه لاره د دولت او خلكو تر منځ د فاصلو له منځه وړل وگڼل او زياته يې كړه چې بايد له خلكو سره له نږدې اړيكي ونيول شي.

د يادونې وړ ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ددرقد او خواجه بهاوالدين ولسوالۍ تر منځ سيمو كې وسله والو طالبانو هغه وخت د پوليسو په يو كاروان بريد وكړ، چې هغوى ددرقد ولسوالۍ نوى ټاكل شوى امنيې قوماندان بدرګه كاوه چې له جګړې وروسته پوليس بېرته له سيمې څخه په شاشول.

XS
SM
MD
LG