د لاس رسي وړ اتصالات

پټریوس: ملکي تلفات افغان ماموریت ته صدمه رسوي


په منځني ختیځ او مرکزی اسیا کی د متحده ایالاتود پوځي قواوو قومندانان وایي په افغانستان کې ملکي تلفات په هغه هیواد کې د امریکا او ناټو ماموریت ته صدمه رسوي.

جنرال ډېویډ پیټریوس دغه خبری په واشنگټن کی یوې غونډي ته وکړې.

جنرال پیټریوس دغه خبری یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې دناټو پوځیانو د افغانستان په جنوب کی پر یوه بس موټر باندی ډزی وکړې او څلور ملکی کسان یې ووژل او خلک یې د امریکا پر ضد قهرېدلو مظاهرو ته وپارول.

د افغانستان جمهوریس حامد کرزي د دغو کسانو وژل کېدل محکوم کړل او وې ویل چی د ملکی خلکو پر بس موټر باندی دغه ډزي د ناټو له هغی ژمني څخه سرغړونه ده چی ویل یې د ملکیانو ساتنه به کوي.

جنرال پیټریوس پرته له دې چی دغی وروستی پېښی ته اشاره وکړي وویل چی د ملکی خلکو وژل کېدل په افغانستان کی پوځی ماموریت ته صدمه رسوی .

جنرال پیټریوس وویل: "که د تکتیکی فعالیتونو په نتیجه کی ملکی خلک وژل کېږی نو سړی خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته نه سی رسېدلای. دغه راز پېښی ټول هغه څه په خطر کی اچوی چی موږ غواړو لاسته یې راوړو".

ناټو د ملکیانو د وژل کېدلو پر دغی وروستی پېښی باندی ژور خپگان ښکاره کړی دی او د ناټو او دافغانستان د حکومت یو گډ هیات ددغی پېښی په باره کی تحقیقات کوی.

په افغانستان کی د متحده ایالاتو د قواوو ستر قوماندان جنرال سټېنلی مک کریسټل ویلي دي چی د هغه د عملیاتو یو لوی هدف دا دی چی د ملکیانو تلفات به ډېر کموي او په دې توگه به د هغه هیواد خلکو زړونه خوشاله کوي او ملگري کوی به یې.

جنرال پیټریوس څو ساعته وروسته له هغه خبر یوکړې چی له افغانستان څخه له یوه سفر څخه را ستون سوی وو او د هغو کوښښونو په باره کی یې خبری کولې چی د افغانستان په حکومت کی د طالبانو د شاملولو دپاره روان دي.

جنرال پیټریوس وویل: "د دې خاصی اصطلاح معنی دا ده چی په افغانستان کی د طالبانو له ډېری لوړی سطحی مشرانو سره خبری کېږی.داسی وخت ښایی راسی چی دغه کار به نتیجه ورکړی او په نیژدې وختونو کی د دې احتمال موجود دی چی د لکښتی سطحی او منځنی پوړطالبان له حکومت سره ملگري سي، روغی جوړي ته حاضر سی او دا ډېر گټور او موثر کار دی".

جمهوریس اوباما امر کړی دی چی افغانستان ته دي نور دېرش زره عسکر ولېږل سی او جنرال پیټریوس وایی تقریبا څوارلس زره عسکر اوس حاضر هغه هیواد ته رسېدلي دي او اکثریت نور به د اگسټ د میاشتی تر پایه پوری افغانستان ته ورسېږی.

پیټریوس دغه راز یو ځل بیا وویل چی د اسراییلو او فلسطیینانو ترمنځ په خبرو کی پرمختگ نه دی سوی او له دې امله یې اندېښنه وښودله او وې ویل چی په دغو خبرو کید پرمختگ نه کېدل په منځنی ختیځ کی پر مسایلو باندی منفی اغېزه کوی.

ده وویل: دا چی موږ وایو په منځنی ختیځ کی د جامع سولي پر لور پرمختگ لازم دی او هلته باید داسی یو محيط منځته راسی چی هری خواته د منلو وړ وي علت یې دا دی چی د پرمختگ نه کېدل تندورانو او افراطیانو ته دا دلیل په لاس ورکوی چی یوازینی وخت چی دوی پرمختگ لیدلای سی هغه وخت دی چی دوی تشدد ته لاس واچوی.

جنرال پیټریوس وایی په عراق کی به د ده قواوي د اگسټ د میاشتی تر پایه پورې له ٩٦ زرو څخه پنځوسو زرو ته راکمی سی.

پیټریوس وایی سره له هغه چی په عراق کی مرگانی چاودنی کېږی تشدد او ناکراری تر پخوا ډېری کم سوي دي.

XS
SM
MD
LG