د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کندهار کې یوه ماموره او هلمند کې قومي مشر وژلی


وسله والو په کندهار کې د یوې موسسې افغان ماموره او د هلمند په گرشک کې قومي مشر چې د محلي شورا غړی هم و، وژلی دی.

کندهار ښار جنوب طرف ته وسله والو برید کونکو د ډی آی په نوم د یوې بهرنی مرستندویه موسسی یوه ښځینه کار کونکی چی ۱۸ کاله یی عمر درلوده هغه وخت ووژله چې د سه شنبه په مازدیګر د دفتر څخه خپل کور ته په لاره وه.

په کندهار کی د امنیه قوماندانی امنیت امر فضل احمد خان شیرزاد د دی خبر د تایید برسیر ه وویل :

وژل شوی انجلی هوسی نومیده د وسله والو برید کونکو له خوا وژل شوی خو د قتل په تور لا تر او سه څوک ندی نیول شوی ، د پولیسو تحقیقات د پښی په اړه په جدی توګه روان دی .

د ښځو د چارو ریسه روڼا ترین هم د هوسی بی رحمانه وژنې په اړه خپله ژوره اندیښنه و ښودله او وی ویل : په کندهار کی ښځی د روغتیا ، تعلیم او بی روزګاری ترڅنګ د نا امنیو تر سخت تهدید او فشار لاندی دی .

همدارنګه د کندهار د ډند ولسوال احمدالله نازک نن خبریالانو ته وویل : د دوشنبه په ورځ د نوموړی ولسوالی د شفا په کلی کی د ۲۲ کلن ځوان نور احمد مړ جسد د پولیسو له خوا وموندل شو.

احمدالله نازک زیاته کړه چی وژل شوی ځوان یوه اونی وړاندی د وسله والو له خوا د خپل واده د مراسمو پر مهال په زور بیول شوی وه ، چی وړمه ورځ یی مړ جسد د پولیسو پیداکړ.

د بلی خوا ناپیژاندو وسله والو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالی کی د نوموړی ولسوالی یو تن قومی مشر حاجی ملک محمد لعل خان چی د محلی شورای غړی وه تیر مازدیګر د مانځه په وخت کی په مسجد کی دننه په ډزو ووژل شو.

د ګرشک ولسوال عبدالاحد خان بیا وایی : وسله والو مخالفینو نوموړی قومی مشر وژلی دی .

د ولسوال په وینا د قومی مشر د وژنی په تور ۱۶ کسه شکمن نیول شوی دی او تری تحقیقات روان دی .

خو د دغو قتلونو تور تر دامهاله چا په غاده ندی اخیستی .

XS
SM
MD
LG