د لاس رسي وړ اتصالات

د صوبه سرحد نوم رسما خیبر پښتونخوا شو


د پاکستان د مشرانو جرګې د هغه ملک په اساسي قانون کې هغه تعدیل منظور کړی دی چې د جمهور رئیس آصف علي زرداري واک محدودوي.

په دې تعدیل کې دغه راز د پاکستان د صوبه سرحد ولایت خیبر پښتونخوا بلل شوی دی.

ددغه نوم په بدلولو سره هغو خلکو چې په هندکو ژبه خبري کوي، مرګانۍ مظاهرې کړي او خپل مخالفت یې ورسره ښودلی دی.

د مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ په هغه جگړه کې چې نن په ایبټ آباد کې پیښه شوه لږ تر لږه اووه کسه په کې ووژل شول.

دغه تعدیل نن د سلو رایو نه په ۹۰ رایو منظور شو.

هغه د پاکستان د ولسي جرګې یا ( نشنل اسیمبلې) مخکي لا منظور کړیْ و او اوس به خپله جمهور ریضس ته استول کېږي چې هغه یې توشیح کړي.

د اصلاحاتو دغه تعدیل نامه چې ،،اتلسم تعدیل،، نومېږي، مهم صلاحیتونه او اختیارات صدراعظم او پارلمان ته ورکوي او په دې ډول به جمهور رئیس د ملک یو تشریفاتي مشر وي.

په دې اختیاراتو کې چې مخکي جمهور ریْس درلودل، د انتخابي حکومت برطرفه کول، دپارلمان منحلول او د اردو د لویو درستیزانو مقررول هم شامل وو او دغه اختیارات د پخواني جمهور ریْس پرویز مشرف په دوره کې جمهور ریْس ته ورکړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG