د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتو پنځه افغان کارکونکي طالبانو تښتولي دي


د ملګرو ملتو پنځه افغان کارکونکي طالبانو تښتولي دي
د ملګرو ملتو پنځه افغان کارکونکي طالبانو تښتولي دي
<!-- IMAGE -->

دبغلان ولايت د ډنډغوري په ولسوالۍ كې د دولت مخالفو طالبانو د ملګرو ملتونو د دفتر پنځه كسه افغان كاركوونكي يرغمل كړي دي. د شمال زون د پوليسو د قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزى وايي چې د ملګرو ملتونو د دفتر دغه افغان كاركوونكي د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي.

هغه وايي چې پوليسو د يرغمل شوو كسانو ځاى موندلې او كوښښ كوي چې د ملګرو ملتونو دغه كاركوونكي ژر تر ژره د مخالفو طالبانو له منګولو وژغوري.

دشمال زون د پوليسو د قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزىوايي چې د غه كسان سهار وختي د بغلان ولايت د اختر پله له سيمې څخه تښتول شوي دي.

د بغلان ولايت د ډنډغوري اوسيدونكي وايي چې تير ماښام د طالبانو او الماني عسكرو له جګړې وروسته طالبانو د مزارشريف، بغلان لويه لار تړلې وه او سهار وختي يې د ملګرو ملتونو د دفتر دغه مامورين چې په دوه موټرو كې سپاره و نيولي او له ځانه سره بيولي دي.

تر اوسه د دولت مخالفو طالبانو دملګرو ملتونو ددغو تښتول شوو مامورينو په اړه څه نه دي ويلي.

<!-- IMAGE -->

دملګرو ملتونو د دفتر دغه مامورين په داسې حال كې د وسله والو طالبانو له خوا يرغمل شوي چې تير ماښام د مركزي بغلان د كوږ چينار په سيمه كې د المان عسكرو يو ټانك په سرك كې په ښخ شوي ماين والوځول شو، د جرمني عسكرو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دغهچاودنه كې ددوي څلور عسكر وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي.

د مركزي بغلان د كوږ چينار په سيمه كې په دغه جګړه كې د الماني عسكرو دوه ټانكونه هم تخريب شوي دي.

د بغلان ولايت پوليس وايي چې په مركزي بغلان كې په دوه ورځو پرله پسې جګړه كې شپږ تنه د دولت مخالف طالبان وژل شوي دي.

د شمال زون د پوليسو د قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزى وايي چې په دغه جګړه كې يو تن پوليس وژل شوى، او س د كوږ چينار، منګلو او قيصر خيلو سيمه تصفيه شوى او جګړه پاى ته رسيدلې.

په شمال ختيځو ولايتونو كې په داسې حال كې څلور الماني عسكر د يو ماين په چاودنه كې وژل شوي چې د روانې مياشت په لومړيو ورځو كې په كندوز كې د الماني عسكرو په پياده ګزمه باندې د طالبانو په بريد كې درې الماني عسكروژل شويوواويو ټانك يې سوځيدلى و.

دكندوز او بغلان خلك له جګړو انديښمن دي دكندوز يو تن اوسيدونكى عبدالاحمد وايي چې د ښار خلك له ښاره باندې نه شي وتلې، او په خاصه توګه هغه خلك چې په موسيسو او دولتي ادارو كې كاركوي .

خلك وايي چې جګړې په سيمه كې د كاروباري خلكو پر اقتصاد هم ناوړه اغيز كوي، او اكثر د هغو خكلو كاروبار زيانمن شوى چې له ښار څخه تجارتي مواد ولسواليو ته انتقالوي.

XS
SM
MD
LG