د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د بېنظېر بوټو د وژلو مخنیوی کیدای سو


ملګري ملتونه: د بېنظېر بوټو د وژلو مخنیوی کیدای سو
ملګري ملتونه: د بېنظېر بوټو د وژلو مخنیوی کیدای سو
<!-- IMAGE -->

د پاکستان حکومت د ملگرو ملتو د یوه هیات هغه رپوټ ستایلی دی چی د پاکستان د پخوانۍ وژل سوي صدراعظمي بینظیر بوتو د قتل په باب یې د خپلو تحقیقاتو نه وروسته برابر کړی او په کی دا موضوع ذکر سوې ده چی د هغې د وژل کیدو مخنیوی کیدای سو.

د دغي وژل سوي پخوانۍ صدراعظمي د مېړه ـ اوسني جمهوررئیس آصف علي زرداري یوه نطاق ( فرحت الله بابر) پرون وویل چی دغه رپوټ هغه څه ثابت کړل چی د پاکستان پیپلز پارټۍ یې فکر کاوه او هغه دا چی د پاکستان د پخواني جمهوررئیس پرویز مشرف حکومت ددې مسئول و چی د میرمن بینظیر بوتو امنیت یې ونه ساته.

د جمهوري ریاست یوه بل همکار ( فرح ناز اصفهاني ) ویلي دی چی فکر کوي دغه نوی رپوټ به ددې سبب سي چی په دې هکله پولیس مناسب تحقیقات وکړی او مسئول کسان محاکمه کړي.

حکومت ویلي دي چی نن وروسته به دې رپوټ ته په تفصیل جواب ووایي.

په دغه رپوټ کي چی پرون د پنجشنبې په ورځ په ٦٥ پاڼو کی خپور سوی په فیډرالي حکومت او د پنجاب په ایالتي حکومت باندي دا تور لگیدلی دی چی د بینظیر بوتو حفاظت او ساتنه یې په کافي اندازه نه وه کړې. په هغه کی ویل سوی دی چی په راولپنډي کی چی د ٢٠٠٧ کال د ډیسیمبر د میاشتي په ٢٧ مه دا پېښه وسوه په هغې کی پولیسو غفلت کړی و .

XS
SM
MD
LG