د لاس رسي وړ اتصالات

د کانادا سفیر د کندهار د  زندان څخه لیدنه کړې


د کانادا سفیر د کندهار د  زندان څخه لیدنه کړې
د کانادا سفیر د کندهار د  زندان څخه لیدنه کړې
<!-- IMAGE -->

د کاناډا هیواد سفیر ولیم کراس پی نن د غرمی مخکی کندهار ولایت ته راغی او د کندهار والی ډاکتر توریالی ویسا سره یوځای د کندهار ولایت د لوی محبس د بیارغونی او جوړونی چاری یی د نژدی څخه ولیدلی .

د کانادا هیواد سفیر د کندهار د لوی محبس د بیارغونی او د محبس د ساتونکو روزنیز بهیر یی ښه و ارزاوه او وی ویل اوس د پولیسو چلند د زندانیانو سره د بشر د حقوقو مقرراتو سره سم تنظیم شوی اوپه زندان کی د بندیانود عبادت ، در ملنی ،حرفوی او د سواد زده کړی ټول شرایط برابر شوی دی .

د کانادا هیواد سفیر کراس پی وایی :د کاناډا پارلمان دا پریکړه کړی ده چی په کال ۲۰۱۱کی به خپل پوځی ماموریت په افغانستان کی پای ته ورسوی خو نوموړی وویل چی د کاناډا لومړی وزیر ژمنه کړی چی د پرمختیا او ډیپلوماسی په برخه کی به افغانستان سره خپلی مرستی جاری وساتی .

د کندهار والی ډاکتر توریالی ویسا ،د کاناډا هیواد دمرستو قدردانی وکړ او پهضمن کی د کندهار ولایت د سرپوزی د زندان د بیارغونی چاری یی د اهمیت وړ وبللی .

د کندهار ولایت د لوی محبس مدیر جنرال غلام دستګیر مایار وویل د کندهار په محبس کی د بیارغونی د پام وړ کار شوی او د بندیانو د پایوازانو د انتظار ځای جوړ ، په تولو بلاکونو کی مسجدونه او د بندیانو لپاره د کسبد زدکولو زمینه مهم مساعده شوی ده.

د کانادا هیواد،د کندهار د محبس د بیارغونی په کار کی تر اوسه څلور میلونه ډالره مصرف کړی دی او د کانادا هیواد ژمن دی چی د کندهارمحبس به د یوه معیاری محبس په شان جوړوی .

د کندهار ولایت د محبس چارواکی وایی : دامهال په نوموړی محبس کی ۹۴۵ تنه سیاسی او جنایی بندیان خپلی د بند شپی او ورځی تیروی .

XS
SM
MD
LG