د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټونه: ملا محمد عمر د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی


رپوټونه: ملا محمد عمر د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی
رپوټونه: ملا محمد عمر د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی

دوو معتبرو ورځپاڼو (انټرنیشنل هیرالډ ټریبیون او سنډې ټایمز) د لویدیځو سیاست مدارانو سره په افغانستان کې د سولې د ټینگیدو سره د طالبانو د مشر ملا محمد عمر آخند د علاقه مندئ په باب لنډ مطالب خپاره کړي دي.

انټرنیشنل هیرالنډ ټریبیون په خپله نننۍ گڼه کې لیکلي دي چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر آخند داسې ښودلې ده چې گواکې هغه پخپله او پیروان یې دې خبرې ته ځان آماده کوي چې د غربي سیاست مدارانو سره د سولې خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د ډلې دوو مشرانو د طالبانو په قبضه کې بیخي دننه سیمه کې دغه خبرې نن په یوه مرکه کې کړي دي. دغو دوو مشرانو ویلي دي چې ملا محمد عمر آخند نور په افغانستان باندې د قبضې لگولو سره علاقه مندي نلري، بلکه غواړي چې پوره په اخلاص او صداقت خبرو اترو ته کښیني.

دا خبره اوس جوته شوې ده چې طالبانو د دریو هدفونو د پوره کولو دپاره مبارزه کوله: اول دا چې په ملک کې شریعت بیرته جاري شي، بهرنۍ قواوې د ملک نه ووځي او په ملک کې امنیت ټینگ شي.

د طالبانو دغو دوو مشرانو په دې ټکي هم ټینگار کړی دی چې د طالبانو او کابل د حکومت تر منځ د تماسونو د ټینگیدو ټول خپاره شوي رپوټونه غلط وو.

د سنډې ټایمز ورځپاڼې هم دغه خبر ټکي په ټکي خپور کړی دی او زیاتوي چې د متحده ایالاتو د پوځ یو لوړ پورې منبع وویل دغه تبصرې د هغې مخ په قوي کیدو عقیدې څرگندوی دی چې د طالبانو سره سوله ممکنه ده.

د ډیرو استخباراتي منابعو نه تر لاسه شوي شواهد ښيي چې طالبانو یو ډول سولې ته آماده دي. د طالبانو د دوو مشرانو د جملې نه یوه تن چې د خپل اصلي هویت د نه څرگندولو دپاره یې د ملا عبدالرشید د مستعار نامه نه استفاده کوله دا خبره وکړه.

هغه وايي چې طالبانو فقط دومره غواړي چې خارجیان د ملک نه ووځي او په اساسي قانون کې تعدیل راشي. هغه زیاتوي چې دوی د ملک د واک او اختیار د اخیستو سره علاقه نلري.

XS
SM
MD
LG