د لاس رسي وړ اتصالات

ډینور پوسټ: افغانان د ناامنۍ پړه پر امریکا او طالبانو اچوي


ډینور پوسټ: افغانان د ناامنۍ پړه پر امریکا او طالبانو اچوي
ډینور پوسټ: افغانان د ناامنۍ پړه پر امریکا او طالبانو اچوي

<!-- IMAGE -->

په کندهار کی ټروریسټی حملو او ځانمرگو بمونو زور اخیستی دی او ددغه ښار اوسی

دونکي د بې امنیتی پړه پر متحده ایالاتو او طالبانو باندېاچوي.

د ډینور پوسټ ورځپاڼه لیکيپه داسېحال کې چېپر کندهار باندېد متحده ایالاتو په مشرئیرغل ته څو هفتې پاتېدي. ددغه ښار ډیر اوسیدونکي د بې امنیت پړه پر خارجيپوځیانو، حکومت او طالبانو ټولو باندی اچوي.

د ډینور پوسټ ورځپاڼه لیکی ددغو عملیاتو هدف دا دی چی په هغه ښار کی محلی حکومت قوي کړي او د جنگ سالارانو اثراو رسوخ کم کړي ځکه چی د دغو کسانو قدرت او رسوخ د طالبانو دپاره ور پرانیستی دی. ددغه ښار حکومت ډیر کمزوری او غیر موثر دی او دغه علت دی چی طالبان ښار ته ننوزي او ورانکاريکوي.

حاجی عبدالله ، چی په کندهار کی د برقی آلاتو دوکان لری، د اسوشېټیډ پریس خبری اژانس ته وویل زه وایم ټوله گناه د ناټو د قواوو او حکومت ده، ځکه چی زموږ حکومت کمزوری او فاسد دی.

هر څوک په دې خبر دي چی طالبان د حکومت مخالف دي. دوی د پاکستان څخه بمونه او چاودونکي مواد راوړی. نو ناټو ولي د هغوی مخه نه نیسي.

د ډینور پوسټ ورځپاڼه لیکيد کندهار ساتل اسانه کار نه دی. خبره یوازېد پوځی ستونزو نه ده، بلکه د خلکو دنهو کالو شکایتونو چاره هم باید وسی چی د حکومت فاسدی ادارې ډېر سخت بې اعتماده کړي دي اود لوېدیځو هیوادونو په وعدو باور نه کوی. د اڅگزو د قبیلې د یوه مشر محمد اسحق خان وویل په سلو کی لس خلک د طالبانو ملگري دي، په سلو کی لس د حکومت ملاتړ کوی او اتیا فیصده حکومت اگو خارجیانو ته په قار دی.

ورځپاڼه وایی د کندهار په شاوخوا کی د ناټود پوځی عملیاتو د پیل کېدلو څخه مخکی طالبانو هم خپلو حملو ته زور ورکړی دی او په هر ځای کی بمونه ایږدی. د پنجوایی د علاقې یوه قومی مشر کریم خان وویل د افغانستان ملی پوځ او پولیس دخلکو ساتنه نه شی کولای او داچی ناټو مخکی له مخکی د خپلو عملیاتو د پیل کېدلو خبرداری ورکړی دی طالبانو ددغه وخت نه استفاده کړېاو لگیا دي په هر ځای کی چی یې زړه وغواړی هلته بمونهښخوی او ټروریسټی عملیات کوی.

ورځپاڼه وایی د طالبانو یوه قوماندان، چی په ښار کی دننه اوسېږی ، د اسوشیېټیډ پریس خبری اژانس ته وویل زموږ جنگیالي په ازاده توگه ښار ته ورځی او وزي او د خلکو په کورونو کی پټېږی.

دغه قوماندان چی ځان مبین بولي وویل چی اته کاله مخکی موږ په غرونو کی پټېدلو مگر اوس ځکه په ښارونو او کلیو کی اوسېږو چی زموږ سره د خلکو ملاتړ راسره دی. موږ د دوی له مرستی پرته عملیات نه سو کولای.

د ډینور پریس ورځپاڼه وایی طالبانو د پنجشنبې په ورځ دوه ځله حملې وکړې . یو ځل یې په ښار کی د یوه هوټل مخ ته د موټر بمب چاودنه وکړه او بیا یې د هغی ودانی مخی ته چی غربیان پکښی اوسېږی د بمب ځان مرگې حمله وکړه. په دغو دواړو حملو کی یو شمېر کسان مړه او ټپیان سول. اوس چی دواړه خواوي د دوبی د عملیاتو دپاره تیاری کوی د کندهار خلک سخت اندېښمن دي.

د ښار یوه کار گر عبدالغنی وویل موږ نه پوهېږو چی څه وکړو. موږ پوهېږو چی هیڅ ډول امنیت نسته. موږ فقط سوله غواړو. ما د طالبانوپ ه زمانه کی کار پیدا کولای سوای. اوس هم زه کار پیداکولای سم مگر خبره دا ده چی اوس امنیت نسته. موږ نه سیاست کوو نه عسکر یو بلکه یوازینی هیله مو امنیت دی.

شپېته کلن عزیزالله په دې عقیده دی چی خارجیان دوی ته سوله نه سی راوستلای. دی وایی اکثریت خلک نه د طالبانو او نه د حکومت ملگري دي. مگر موږ یوه خبره کولای سو او هغه دا چی د طالبانو په وخت کی امنیت او ثبات موجود وو . نه انسانان غلا کېدل، نه غلا او داړه ماری وې، نه قتلونه وه. خو اوس موږ هر وخت په وېره کی یو.

د موبایل ټلفونونو یو دوکاندار جانان وایی که امریکایان زموږ د بې امنیتی مسولیت لري نو طالبان هم په دغه اندازه مسول دي. امریکایان پر بېگناه خلکو بمباری کوي او طالبان په خپلو ځان مرگو حملو سره بېگناه ملکی خلک قتلوی. ورځپاڼه وایی دغو حملو خلک په دې عقیده کړي دي چی پر کندهار باندی د ناټو په راتلونکو عملیاتو کی به یوازي تشدد نور هم پسی زیات سی. د ښار یوه بل دوکادنار امان الله وویل دغه عملیات به ښار یوازي مرگونه راوړي او زه په دې عقیده یم چی دا عملیات په هیڅ توگه د دغه ښار په گټه نه دی.

د ډینور پوسټ ورځپاڼه وایی د امریکا مقامات په دې عقیده دي چی د کندهار د بې امنیتی اصلی علت دا دی چی هلته یو موثر حکومت نسته او د حکومت د کمزوره کېدلو یو علت دا دی چی په ښار کی د پوپل زود قبیلې په شمول د ځینو قبایلو مشرانو قدرت اخیستی دی او نور قبایل مجبور دي چی د طالبانو سره ودرېږی.

د متحده ایالاتو پوځی مقامات وایی په کندهار کی ځینو قبایلو ځینی نور قبایل محروم کړي دی او هغوید دوی پر ضد د طالبانو څخه مرستی اخلی. په نتیجه کی امنیتی قواوي هم د طالبانو او هم د شته منو او زورورو کسانو له وېری قانون نه سی عملی کولای. دغه علت دی چی طالبان او نوری جنایی ډلی په ښار کی ازاد فعالیت کوی.

د کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدی وایی دا ټوله د بوش د حکومت گناه ده چی د سپټامبر د یوولسمی حملو څخه وروسته یې د افغانستان په بېلو بېلو سیمو کی د طالبانو د مخالفو جنگ سالارانو سره لاس یو کړ. قدرت یې جنگ سالاانو ته ورکړ او د جمهوریس حامد کرزي حکومت یې کمزوری کړ او هغه اوس نه سی کولای چی د پایتخت څخه د باندی د خلکو ستونزي حل کړی. د طالبانو له سقوط څخه وروسته بین المللی ټولنه پخپله په جنگ سالارانو پسی ورغله، هغوی یې قدرت ته ورسول او دغه یې نتیجه سوه.

XS
SM
MD
LG