د لاس رسي وړ اتصالات

تخار كې ښځو سره د زور زياتي پيښې كمې شوي


تخار كې ښځو سره د زور زياتي پيښې كمې شوي
تخار كې ښځو سره د زور زياتي پيښې كمې شوي
<!-- IMAGE -->

د تخار دښځو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت كې په ښځو باندې د زور زياتي پيښې كمې شوي دي.

د تخار دښځو چارو ريسه رزم آرا حواش وايي چې په دغه ولايت كې د ښځو په اجتماعي وضعيت كې ښه والى راغلى، او دتېرو كلونو په پرتله په ښځو باندې د زور زياتي پيښې كمې شوي دي.

هغې اشنا راديو ته وويل چې په تېرو كلونو كې په دغه ولايت كې په ښځو باندې خشونت او زور زياتى ډېر و چې اوس دغه پېښې كمې شوي دي، او وايي چې اوس په دغه ولايت كې جبري ودونه، په بدو كې دجينكو وركول او د جينكو دبدل پېښې ډېرې زياتې كمي شوي.

د ښځو د چارې ريسې رزم آرا حواش په ښځو او ماشومانو باندې د خشونت او زور زياتي د پېښو دوه مهم لاملونه د خلكو د پوهاوي دكچې ټيټوالى او اقتصادي فقر وګاڼه او زياته يې كړه چې د كورنيو اقتصادي مشكلات چې څومره ډېر وي په همغه اندازه په كې د خشونت پېښې هم زياتې وي، او زياتوي چې دغه زور زياتى بيا ددې لامل ګرځي چې د ښځو او جينكو د تعليم مخه ونيول شي.

د تخار د ښځو چارې ريسې په دغه ولايت كې په ښځو باندې د خشونت د پېښو د كمېدو دلاملونو په اړه وويل:

"داچې په ښځو باندې خشونت او زور زياتى كم شوى لامل يې دادى چې د پخوا په پرتله ښځو او نارينه وو ته د كار روزګار ښه زمينه برابره شوې او زياتوي چې په كومه اندازه چې دوى ښځو ته د كار زمينه برابره كړې په همغه اندازه پرې د زور زياتي پيښې كمې شوي دي".

هغه وايي چې په بدو كې د جينكو وركول او بدل هغه پېښې وې چې ددوى د وركشاپونو او دديني عالمانو لخوا ددغه بدو رواجونو خلاف دديني تبليغاتو په نتيجه كې كمې شوي دي، خو ښځو ته د كار روزګار زمينه برابرول او د تعليم په مقابل كې د غذا وركول ددغو پېښو د راټيټېدو اصلي علتونه دي.

هغه وايي چې د ښځو چارو رياست پروسږ كال ددغه ولايت څلور زره ښځو ته د نړيوال خوراكي سازمان WFPپه مرسته د حرفوي زده كړه او سواد اموزۍ زمينه برابره كړې وه، چې دغوښځو ته د زده كړو په بدل كې خوراكي مواد وركول كېدل.

حواش وايي چې ددې ترڅنګ د كليو پراختيا رياست او ځينو نورو هغو موسساتو چې دښځو دحالت د ښه والي لپاره كار كوي په سلګونو ښځوته د كار روزګار زمينه برابره كړې وه چې دغو ټولو هڅو په ښځو باندې د زور زياتي په كمولو كې مهم درلود.

د تخار د ښځو چارو ريسې وويل چې سږكال يوازې د مرسي كورپ موسسې د امريكا د متحده ايالاتو د نړيوالې انكشافي ادارې USAIDپه مرسته ددغه ولايت زر ۱۰۰۰ ښځو ته د پنځوس ورځو لپاره د كار زمينه برابره كړې چې دغه موسسه دغو ښځو ته پنځوس ورځنۍ وړې حرفوي پروژې وركوي چې په بدل كې يې هرې ښځې ته د ورځې ۲۵۰ افغانۍ مزدوري وركوي.

XS
SM
MD
LG