د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې چاودنې ٣ ماشومان ووژل


کندهار کې چاودنې ٣ ماشومان ووژل
کندهار کې چاودنې ٣ ماشومان ووژل
<!-- IMAGE -->

افغان چارواکي وایي چې نن د دوشنبې په ورځ د کندهار په ولایت کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه درې تنه ماشومان وژل شویدي او پنځه تنه نور ټپي شویدي.

چارواکي وایي چې چاودیدونکي مواد په یوه خره پورې تړل شوي وو او د یوه قومي مشر کور ته نږدې چې د جمهور رییس حامد کرزي طرفدار دی، والوزول شول.

د پیښې سیمه امنیتي قواوو کلابنده کړیده.

له بلې خوا په کابل کې په یوې چاودنې کې د افغانستان د ملي اردو یو عسکر وژل شویدی او دوه تنه نور یې ټپي شویدي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې چاودنه د نظامي تطبیقاتو پر مهال شویده. طالبان ادعا کوي چې هغوي دغلته ځانمرګي حمله کړیده.

همدارنګه استخباراتي چارواکي وایي چې افغان امنیتي قواوو 9 تنه هغهمشکوک کسان نیولي دي چې په کابل کې یې د حملو پلان درلود.

چارواکي وایي چې ددغو کسانو عمرونه د 16 او 55 کالونو تر منځ دي او په یوې مدرسې باندې د چاپې نه وروسته نیول شویدي.

چارواکي وایي چې هغوي د چاپې پر وخت د راکټ مرمۍ، ماشیندارې او ځانمرګي واسکټونه هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG