د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار هسکه مینه له بریښنا برخمنه شوه


د ننګرهار هسکه مینه له بریښنا برخمنه شوه
د ننګرهار هسکه مینه له بریښنا برخمنه شوه

<!-- IMAGE -->

د

ننګرهار ولايت دسپين غره په ډډه کې پرتې دهسکې مېنېولسوالۍ په سلګونو کورنۍ داوبو له بریښنا برخمنې شوې.

مسوولين وايي چې دغې برېښنا نه يوازې دسيمې کورونه روښانه کړل ترڅنګ يې دټوکراوبدلو يوه فابريکه هم فعاله کړه .دغه برېښنا ديادې شوې اولسوالۍ دياغي بند په سيمه کېچې دسپين غره له اوبو برخمنه او دښېرازه شنه طبيعت لرونکې ده دايډيانيوپه نومديوپروګرام له خوا فعاله شوه.

ددغې ادارې مسولين وايي چې دغه برېښنا داوبواندازې ته په پام سره له ٣٠نه تر ٥٠کيلوواټوپورې دبرېښنا دتوليد ظرفيت لري .ديادې شوې موسسې يوه انجينر مومند ددغې برېښنا دپرانستې پرمهال وويل :داوبودغه برېښنا دسيمې خلکو په غوښتنه اته مياشتې وړاندې پيل شوې وه چې په اوسط ډول به هره ورځ په کې له سلو څخه نيولې پر يونيم سلو کسانو کارکاوه .ده وويل پردغې برېښنا ١٣٠زره ډالره لګښت شوى دى.

دده په وينا ددغې برېښنا په جوړولو سربېره د ١٠٠٠مترو په اوږدوالي يوه وياله هم په اساسي ډول جوړه شوې ده .چې لږ ترلږه درې سوه جريبه زراعتي ځمکه خړوبوي .انجينرمومندوايي دهمدې برېښنا په مټ دټوکراوبدلو يوې وړې هم فعاليت پيل کړى دى.

اوس مهال په کې دولس تنه محلي خلک په کاربوخت شوي دي .ددغې سيمې يوه مشرملک حيات وويل ددغې برېښنا پرفعالېدو سره نه يوازې ددوي کورونه راڼه شول بلکې دښوونځي زده کوونکې ترې دکمپيوټوپه برخه کې هم ګټه اخلي.

ددغې برېښنا ترفعالېدو وړاندې هم په يوشمېرنورو سيمو کې داوبو دبرېښنا بندونه جوړشوي دي اوس مهال دجلال اباد ښارچې داوړې په دې موسم کې برېښنا ته تربل هرڅه زياته اړتيا لري په پرتله کلي اوبانډې دبرېښنا له سهولته ډېر برخمنې شوې دي.

کلي اوبانډې پرخپل طبعي ښايست سربېره دبرېښنا له موجوديته نورې هم دپاملرنې وړګړځېدلې دي کليوال وايي چې دبرېښنا دغوسهولتو نو نه يوازې ددوی کورونه راڼه کوې ورسره يې خلک په کاربوخت کړل اودځنلګه دقطې په مخنيوې کې ګټورکاروکړ.

XS
SM
MD
LG