د لاس رسي وړ اتصالات

په بغلان کې د حکومت او طالبانو جگړه روانه ده


په بغلان کې د حکومت او طالبانو جگړه روانه ده
په بغلان کې د حکومت او طالبانو جگړه روانه ده
<!-- IMAGE -->

له تيرو پنځو ورځو راپديخوا د بغلان ولايت د مركزي بغلان د كوږ چينار، قيصر خيلو او منګلو په سيمه كې د دولت د مخالفو طالبانو او دولتي ځواكونو ترمينځ سختې جګړې روانې دي.

د جرمني قواوو منلې ده چې په دغو جګړو كې د دویڅلور عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي.

د شاهين قول اردو قوماندان جنرال مرادعلي مراد وايي چې له پرون راهيسې يې په جګړه كې ددولت پنځه ويشت تنه مخالفين وژلي او په سيمه كې يې د امنيت د ساتلو لپاره امنيتي پوستې جوړې كړي دي.

د (۲۰۹) شاهين قول اردو قوماندان جنرال مراد علي مراد وايي چې په دغه جګړه كې د ايساف ملي اردو، او پوليس شامل وو چې پنځه ويشت تنه د دولت مخالفين يې وژلي او ټپيان هم لري.

هغه وايي هغه سيمه چې د ملي اردو له خوا نيول شوې امنيتي پوستې هم په كې جوړې شوي او خلك له دغو عملياتو خوشاله دي.

دغه عمليات د ملي اردو، ايساف، او پوليسو له خوا په شريكه پيل شوي نظامي چارواكي وايي چې په وروستيو جګړو كې دولتي قواو ته تلفات نه دي وراوښتي.

د شمال زون د پوليسو د قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزى وايي چې له پرون راهيسې يې د دولت مخالفينو ته درانه تلفات وراړولي دي او زياته يې كړه چې پوليس كوشش كوي چې د ملګرو ملتونو هغه پنځه تنه كاركوونكي چې د دولت مخالفو طالبانو نيولي زر تر زره راخوشې كړي.

هغه وايي چې د بغلان د زنګي خيلو، كوږ چينار، او منګلوپه سيمه كې څلويښت مخالف وسله والو طالبان وژل شوي او دولس تنه يې ټپيان دي، هغه وايي چې دولتي قواو د مزار بغلان، او كندوز بغلان پر لويه لار د امنيت د ساتلو لپاره پوستې هم جوړې كړي.

هغه وايي پوليسو ته په دغه جګړه كې تلفات نه دي وراوښتي.

په بغلان كې له تيرو پنځه ورځو راپديخوا سخته جګړه روانه ده ددغې جګړې په لومړيو ورځو كې د ايساف ځواكونو ته هم تلفات وراوښتي وو، د سيمې خلك وايي چې د تيرو ورځو په جګړه كې د ملي اردو درې تنه عسكر هم وژل شوي وو. خو چارواكو دغه راپورونه نه دي تاييد كړي.

د دولت د مخالفو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد مطبوعاتو ته ويلي چې ددوي طرفدارو د كوږ چينار په سيمه كې درې بهرني عسكر او تيرماښام يې د افغان عسكرو شپږ تنه وژلي دي، د بغلان او كندوز په ولايتونو كې له څه مودې راپه ديخوا د طالبانو او دولتي قواو جګړې زياتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG