د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلماني انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه پیل شوه


地球上的每个人都需要水才能存活,请节约每一滴水。(Adeel Shabir 在巴基斯坦拉瓦尔品第拍摄,提供给美国之音摄影比赛 <a href="http://www.voanews.com/info/ipad-photo-contest/3735.html" target="_blank">VOA Photo Contest</a>)
地球上的每个人都需要水才能存活,请节约每一滴水。(Adeel Shabir 在巴基斯坦拉瓦尔品第拍摄,提供给美国之音摄影比赛 <a href="http://www.voanews.com/info/ipad-photo-contest/3735.html" target="_blank">VOA Photo Contest</a>)
<!-- IMAGE -->

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون چارواکی وایی چی په افغانستان کی د سنبلی د میاشتی د ۲۷ورځی د پارلمانی انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنی بهیر چی په پام کی دی دوه هفتی به دوام ومومی د سی شنبی په ورځ د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کی پیل شو.

ددغه کمیسون د دارالانشا مرستیال او سرپرست ذکریا بارکزی د سی شنبی په ورځ یی یو خبری کنفرانس ته خبری وویل چی د بدخشان او تخار په ولایتونو کی به دا بهیر د چهارشنبی په ورځ پیل شی.

بارکزی پدغو دوو ولایتونو کی د نوم لیکنی د بهیر د یو ورځینی ځنډ علت تخنیکی ستونزی وبللی وویل چی دغو ولایتونو ته نن ناوخته لوژیستیکی موادو رسیدلی دی.

ذکریا وویل چی هغه کسان چی غواړی په راروانو انتخاباتو کی ودریږی کولی شی په مرکز او ولایتونو کی د انتخاباتو خپلواکه کمیسون دفترونو ته ورشی او خپل ځانونه کاندید کړی خو هغه وویل چی د کاندیدانو لپاره یو لړ قانونی شرطونه هم شته چی په کار دی کاندیدان یی د کاندیدو دمخه پوره کړي:

"هغه څوک چی خپل ځان د ولسی جرګی انتخاباتو ته کاندیدوی په کار دی چی د افغانستان تابعت ولری او یا یی هم لږ ترلږه د کاندیدلو لس کاله دمخه یی د افغانستان تابعت تر لاسه کړی اوسي".

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د دارالانشا مرستیال په نورو قانونی شرطونو کی د کومی محکمی له خوا د بشری حقوقو ضد کړونوباندی د کاندیدانو نه ګرم ګڼل کیدل، د کاندیدلو په وخت د عمر ۲۵ کلنی ته رسیدل هم په په ایښودل شوو شرطونو کی یاد کړل ددی سربیره یی د انتخاباتو په قانون کی هم د کاندیدلو لپاره د زرو رایی ورکونکو نه د هغوی د تذکرو راټولول او ۳۰زره افغانی په امانتی توګه د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون سره ایښودل د کاندیدلو لپاره لازمی شرطونو په توګه وشمیرل وویل چی د غیر قانونی وسلوالو ډلو سره د کاندیدانو داړیکو د د ارزونی لپاره هم یو کمیسون د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون په چوکاټ کی جوړ شوی او په کاریی پیل کړی دی.

"د انتخاباتو د قانون د حکمونو له مخی د هغو کاندیدانو د غړیتوب د ارزونی لپاره چی ممکن د غیرقانونی وسلوالو ډلو سره اړیکی ولری او د انتخاباتو د قانون له مخی نشی کاندیدلی د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون په چوکاټ کی یو کمیسون جوړ شوی او په کار یی پیل کړی دی".

د افغانستان پارلمان ۲۴۹ څوکی لری ددغه پارلمان لپاره څوکی د ولایتونو د نفوسو د تناسب له مخی ټاکل وی دی ددی سربیره پدی پارلمان کی د کوچیانو لپاره هم لس څوکی په پام کی نیول شوی دی.

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د دارالانشا مرستیال او سرپرست پدغه خبری کنفرانس کی د انتخاباتو د چمتوالی په هکله هم خبری وکړلی وویل چی افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومی منشی ځانګړی استازی د دوشنبی په ورځ د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د نوی ریس سره د کتنی په وخت هغه ته د نړیوالی ټولنی له خوا د راروانو پارلمانی انتخاباتو لپاره د مالی امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون دغه چارواکی د راروانو انتخاباتو د شفافیت لپاره د خپل کمیسون د یو لړ اقداماتو یادونه هم وکړله وویل چی د کمیسون د اصلاحاتو په لړ کی یی د ننګرهار، کندهار،غزنی او پکتیکا د ولایتونو د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون رئیسان له خپلو دندو ګوښه کړی او د عدلی تعقیب لپاره یی لوی څارنوالی ته سپارلی دی.

د انتخاباتو خپلواکه کمیسون د پارلمانی انتخاباتو لپاره د نوم لیکنی بهیر د پیلیدلو اعلان پداسی حال کی کړی چی د افغانستان حکومت او پارلمان تر منځ د انتخاباتو د قانون په سر جنجال لا تراوسه په خپل ځای پاتی دی.

XS
SM
MD
LG