د لاس رسي وړ اتصالات

سل ډالري نوي بانک نوټونه چاپ شول


سل ډالري نوي بانک نوټونه چاپ شول
سل ډالري نوي بانک نوټونه چاپ شول

<!-- IMAGE -->

د امریکا دخزانې وزارت د سلو ډالرو نوی بانک نوټ چاپ کړی دی چی د جعل کارۍ ضد څو نوي مهارتونه په کی لیدل کیږي.

دغه نوی بانک نوټ به د بل کال د فیبروري په میاشت کی را ووځي. زاړه نوټونه به هم په جریان کی وي او چارواکو ویلي دي چی دا حتمی نه ده چی زاړه سل ډالري نوټونه دي په نوو بدل کړای سی.

د امریکا د سلو ډالرو بانک نوټ ددې ملک ترټولو لوړ نوټ دی چی د خزانې د وزارت له خوا خپریږي. هغه په ټوله نړۍ کی چلیږي.

تردې مخکي په ١٩٩٦ کال کی هم د سلو ډالرو نوټ د وروستي ځل د پاره بدل سوی و. او راووروسته یې د پنځوسو، شلو، لسو او پنځو ډالرو د بانک نوټونو په ډیزاینونو کی هم بدلون راغلی دی.

نړیوال وجهي صندوق د اقتصادي ودې پیشبیني کړې ده

بین الملي وجهي صندوق وایی چی د نړۍ اقتصاد به وروسته له هغه چی د سخت رکود سره مخامخ سو، سږکال ٢،۴ فیصده وده وکړی. دا وده تر هغه چی مخکی یې پیشبیني سوې وه، یوڅه زیاته ده.

د بین المللي وجهي صندوق کارپوهان وایی چی ددې ودي په مخکنۍ کرښه کی به چین واقع وي چی اقتصاد یې لس فیصده پراختیا موندلې ده. د امریکا اقتصادي وده به سوکه یعني ١، ٣ فیصد وي. په داسی حال کی چی اروپا به تردې لا هم سوکه روانه وي او اقتصاد به یې یو فیصد وده وکړي.

نړۍ وال پور ورکونکي وایی چی حکومتي اقتصادي ژغورونکي پلانونو د اقتصادي ودي سره کومک وکړ، مگر هغوي خبرداری ورکړ چی د حکومتونو په بودجو کی زیات کسرات آینده اقتصادی ودي ته تاوان پېښوي. ددې رپوټ ترتیبونکي وایی چی د حکومتونو له خوا اقتصادي ژغورونکي پلانونه به شاید سږکال هم دوام ولري، مگر ډیر ملکونه به بل کال خپل مصارف راټیټ کړي.

نړۍ وال وجهي صندوق وایي چی د نړۍ والي اقتصادي ودي ددوام دپاره دا ضروري ده چي هغه هیوادونه چی د بودجې کسرات یې ډیر زیات دي لکه د امریکا متحده ایالات تقاضا را کمه کړي او هغه هیوادونه چی زیات تجارتي مازاد لري د داخلي تقاضا د زیاتیدو دپاره فعالیت وکړی.

نړۍ وال وجهي صندوق دغه راز د مالي مؤسسو د پاره سمي تنظیمي چاري هم غوښتي دی او بانکونو ته یې ویلي دي چی د پانگی اچولو دپاره دي زیاتي زیرمي وساتي.

XS
SM
MD
LG