د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو  غړي ملکونه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي


د ناټو  غړي ملکونه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
د ناټو  غړي ملکونه د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
<!-- IMAGE -->

په افغانستان کې دناټو ملکی استازۍ مارک سیډویل وایی هغه هیوادونه چه په افغانستان کې عسکر لري، ډیر ژر به په تایلنډ کېدافغانستان په اړه یو غونډه جوړه کړي.

سیډویل دسه شنبې به ورځ په کابل کې یو خبری کنفرانس ته وویل چه دناټواو ایساف دغړو هیوادونوداغونډه به دروانې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو په تایلنډ کې جوړه شی چېد نوموړو هیودونواوافغانستان دبهرنیو چارو وزیران او دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو خاص استازۍ سټیفت ډی مستورابه پکې ګډون ولری.

دافغانستان دروانې امنیتی او نظامی وضعې د څیړلو تر ځنګ به دویډیرې نورې مهمې موضو عګانې هم وڅیړی:

"هیله ده چه په دوو اصلی مسلوبه په دې غونډه کې دناتو غړی هیودونه یوې موافقې ته ورسیژی چه لومړۍانتقال اودوهم دلته اوهم په سیمه کې دسیاسی حالت څیړل دي".

مارک سیډویل وویل دانتقال موضوع ډیره مهمه ده او په دې غونډه کې به دناټو دریڅ څرګند شی.

هغه وویل دوۍ په داسې لارو چاروکار کوی چه څنګه افغان امنیتی ادارې دعملیا تو درهبرۍ اخستلو توان پیداکړی اود روزنې چارې یی ګړندۍ شی.

سیډویل وویل په دې غونډه کې دګا ونډیو هیوادونو سره دافغانستان داړیکو په اړه هم پراخ موضوعتات مطرح کیږی چه یو لړ سپارښتنې به له ځان سره ولری.

هغه په کابل کې دسولې دملی مشورتی جرګې له جوړیدو او مخالیفینو سره ددولت دروغې جوړې څخه دناټو او نړیوالې ټولنې پوره ملاتړ وښود.

XS
SM
MD
LG