د لاس رسي وړ اتصالات

معنوي: د خلکو په رایو کې لاس وهل ستر جنایت دی


معنوي: د خلکو په رایو کې لاس وهل ستر جنایت دی
معنوي: د خلکو په رایو کې لاس وهل ستر جنایت دی
<!-- IMAGE -->

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون نوی رئیس فضل احمد معنوی نن په ارګ کی پداسی حال کی چی جمهور ریس کرزی حاضر و د خپلی دندی لوړه وکړه.

همدا شان پدی غونډه کی عبدلخالق حسینی پشیی هم د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د غړی په توګه په انتخاباتو کی د بیطرفی او امانداری د ساتلو لوړه وکړه.

پدی مراسمو کی د جمهور ریس دواړو مرستیالانو او د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون غړو هم برخه اخستی وه.

ددی مراسمو په پای کی فضل احمد معنوی د جمهور ریس د ستر سلاکار وزیر هدایت الاامین ارسلا له خوا د انتخاباتو خپلواکه کمیسون کارکونکو ته وروپیژندل شو.

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون په ودانی کی پدی مناسبت جوړی شوی غونډی ته د دغه کمیسون ریس په خپله وینا کی د خپل کمیسون د اعتبار د خوندیتوب لپاره د کلکو هڅو وعده وکړه وویل چی په کار دی د تیرو انتخاباتو دوسیه نوره وتړل شی او د راروانو انتخاباتو غم وخوړل شی.

"نور مونږ نه غواړو چی د ملی او بین المللی ادارو سره په جګړه اوسو او څه ته د شک په نظر وګورو کینه او نفرت رامنځ ته کړو او بی اعتمادی او بی اعتباری رامخی ته کړو مهداشان مونږ نه غواړو چی ځانونه پاک او نور ګرم وګڼو".

معنوی چی دمخه یی د همدغه کمیسون د غړی په توګه کار کوه وویل چی دی د خلکو رایه امانت ګڼی او هیځکله به ددی اجازه ورنکړی چی د انتخاباتو خپلواکه کمیسون د قومی سمتی او ژبنیو مناسباتوتر اغیزو لاندی راشی.

"د خلکو رایو ته لاس اوږدول په حقیقت کی د هغوی طبعی او خدای ورکړو حقوقو باندی تیری دی".

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون نوی ریس ددغه کمیسون او د افغانستان د حکومت،پارلمان او قضایه قوی ترمنځ د بیطرفی په ساتلو ټینګار وکړه وویل چی هڅه به یی ددغه کمیسون د خپلواکی ساتل اوسی هغه د نړیوالی ټولنی د استازو سره د نږدی کاری اړیکو د ټینګیدلو په اړتیا هم خبری وکړی خو وویل چی بهرنیانو ته به د افغانانو په ملی چارو کی د لاس وهنی اجازه ورنکړی.

معنوی د شفافو انتخاباتو ترسره کولو لپاره د امنیت ټنګیدل هم ډیر ضروری وبلل د افغانستان د امنیتی ارګانونو او په دغه هیواد کی د میشتو نړیوالو قواو نه یی د سنبلی د ۲۷ د پارلمانی انتخاباتو ترسره کولو لپاره د امنیت د ټنګیدلو غوښتنه وکړه.

دی غونډی ته د انتخاباتو د کمیسون پخوانی ریس ډاکټر عزیزالله لودین هم خبری وکړلی د جمهوری ریاست په تیرو انتخاباتو کی په ده اود انتخاباتو په کمیسون باندی د لګیدلو درغلیو د تورونو په باب وویل چی د انتخاباتو په خپلواکه کمیسون کی د ټولو چارو په سر د سلامشورو په وخت ددغه کمیسون د بهرنیو نړیوالو کارکونکو سره هم سلا مشوری کیدلی اوپه پریکړو کی د هغوی نظریات هم منعکس کیدل خو ډاکټر لودین پوښتنه وکره چی څنګه د انتخاباتو وروسته بهرنیانپه دغو انتخاباتو کی د درغلیو نه پاک او افغانان ګرم وبلل شول.

"د انتخاباتو په کمیسون دا انتقادونه کیږی چی زه هیله لرم چی یوه ورځ دا مسایل تر یوه حده وڅیړل شی او ولیدل شی چی که چیری ستونزی دلته وی ایا مسوولینو پکی لاس لرله".

فضل احمد معنوی د پنجشنبی په ورځ د انتخاباتو د خپلواکه کمیسون د ریس په حیث په کار پیل کړی چی د افغانستان د حکومت او پارلمان ترمنځ د انتخاباتو په قانون رامنځ ته شوی جنجال لا همغسی په خپل ځای پاتی دی.

XS
SM
MD
LG