د لاس رسي وړ اتصالات

په قبایلو کې یاغیانو ۷ عسکر وژلي


په قبایلو کې یاغیانو ۷ عسکر وژلي
په قبایلو کې یاغیانو ۷ عسکر وژلي
<!-- IMAGE -->

د پاکستان اردو نن د جمعې په ورځ وویل چی افغانستان ته نژدې په سرحدي قبایلي سیمه کی د یاغیانو په پټه حمله کی یې اووه عسکر وژل سوي او ١٦ نور زخمی سوي دي.

یاغیانو په دغو عسکرو باندي پرون د شمالي وزیرستان د ( دته خیلو ) په سیمه کی دا حمله وکړه.

د اردو په یوه بیانیه کی ویل سوی دي چی دا حمله په داسی حال کی وسوه چي عسکرو د میرانشاه د ښارنه خپل عادي انتقالات کول.

له بلي خوا د پاکستان د استخباراتو مامورینو وویل چی یاغیانو په شمالي وزیرستان کی څلور کسه په دې تور ووژل چی جاسوسان وو. چارواکو وویل چی یاغیانو په هغوی کی د یوه تن سر غوڅ کړ.

اسوشیټیډ پریس خبري آژانس رپوټ ورکوی چی مړي چی د هریوه سره یو لیک ایښودل سوی و، نن د میر علي په ښارگوټی کی کوم ځای غورځول سوي وو. آژانس ویلي دي چی په دې لیکونو کی دا خبرداری ورکړه سوی و چی نور خلک باید ددغو سړیو د وژل کیدو نه درس واخلي.

XS
SM
MD
LG